ټرمپ: پر ایران د نویو بریدونو په اړه پرېکړې ته بیړه نه لرم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په درېیو جلا مرکو کې ویلي، چې د ایران پر ضد د نویو پوځي بریدونو په اړه پرېکړې ته بیړه نه لري او د راتلونکي میلادي کال پیل یې د احتمالي پرېکړې وخت بللی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې راپورونه د ایران پر ضد د پراخو پوځي بریدونو د نوي پړاو د پیل لپاره پر واشنګټن د اسرائیل د فشارونو د زیاتېدو ښکارندويي کوي. له بلې خوا، امریکايي چارواکي لا هم پوځي لارې چارې او د هغو احتمالي پایلې ارزوي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې، پر ایران د نویو احتمالي بریدونو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ښه، د نوي کال له پیل وروسته به په دې اړه له تاسو سره خبرې وکړم.»

هغه چې له چین څخه تر سفر وروسته په الوتکه کې بېرته واشنګټن ته روان و، زیاته کړه: «وخت لرو.»

د امریکا ولسمشر په یوه بله جلا مرکه کې، چې د اکسیوس او د اسرائیل د ۱۲م تلوېزیون خبریال باراک راوید ورسره کړې، یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د ایران په اړه پرېکړې ته بیړه نه لري. هغه وویل: «و به ګورو چې د نوي کال له پیل وروسته به څه پېښېږي.»

ټرمپ له فاکس نیوز تلوېزیون سره په مرکه کې هم د جنورۍ لومړۍ نېټې ته اشاره وکړه، خو څرګنده یې نه کړه چې ولې یې د ایران پر وړاندې د شخړې د راتلونکي په اړه د پرېکړې لپاره دا نېټه یاده کړه.