د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق د دفتر په ګډون د ریاض تر ټولو پر لوړه اسمانڅوکې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۹مه، د یمن د حوثیانو له لوري راکټي برید شوی او د ودانۍ ځینې برخې او شاوخوا ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې ویلي، دې برید د ریاض په مالي مرکز کې د یوې لوړې ودانۍ څو پوړونو ته زیان اړولی، خو د مرګژوبلې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
که څه هم سعودي چارواکو د ودانۍ نوم نه دی اعلان کړی، خو د دغه هېواد د رسمي خبري اژانس له لوري په خپره کړې ویډیو کې د عامه پانګونې صندوق ودانۍ ښکاري چې په «پيآیاېف» نوم پېژندل کېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د چاودنې زور د ودانۍ د اوو یا اتو پوړونو ښیښې ماتې کړې بهرنۍ برخې یې زیانمنې کړې دي.
حوثیانو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ یې دوه ځله د ریاض مالي مرکز په نښه کړی؛ یو ځل سهار او بل ځل ماښام.
دې ډلې همداراز د ریاض د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر، د سعودي عربستان په جنوب کې د خمیس مشیط پر هوايي اډې او د جبیل ښار پر «صدف» پتروشیمي شرکت د بریدونو ادعا هم کړې ده. سعودي چارواکو تر اوسه دغه ادعاوې نه دي تایید کړې.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، دا هېواد د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا، د وګړو او ملي شتمنیو د ساتنې لپاره د «ټولو لازمو اقداماتو» د ترسره کولو حق ځان ته خوندي بولي.