کرزی: په افغانستان کې کابو څلور میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په هېواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د هغوی د اساسي حقونو، زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او امنیت پر برابرولو یې ټینګار کړی دی.

کرزي د جمعې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، په افغانستان کې نژدې څلور میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او د لومړنیو زده‌کړو په عمر د برابرو ماشومانو تر نیمایي ډېر ښوونځیو ته له تګه بې‌برخې دي.

هغه بېوزلي او محرومیت د ماشومانو د روغتیا او راتلونکي پر وړاندې ګواښونکي عوامل بللي او ویلي یې دي چې دغه وضعیت د کورنیو او ټولنې امنیت ته هم خطر پېښوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر ټینګار کړی چې د نجونو او هلکانو پر مخ دې د زده‌کړو دروازې له هېڅ ډول محدودیت پرته پرانیستل شي.

کرزي تر دې مخکې هم د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

طالبانو واک ته تر بیا رسېدو وروسته، د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کړې.