په افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې نژدې پنځه برابره زیاتې شوې دي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ډینګي تبې شکمنې پېښې د سپټمبر په پرتله د اکتوبر په میاشت کې نږدې پنځه برابره زیاتې شوې دي.

د دغه سازمان د اکتوبر میاشتني د راپور له مخې، په دې میاشت کې د ډینګي تبې ۱۶۷۵ شکمنې پېښې او یوه مړینه ثبت شوې، په داسې حال کې چې په سپټمبر کې ۳۶۴ شکمنې پېښې ثبت شوې وې او د مړینې کومه پېښه نه وه راپور شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د کال له پیل راهیسې د ډینګي تبې له امله دا لومړنۍ مړینه ده.

ډینګي یوه ویروسي ناروغي ده چې د مچیو د چیچلو له لارې انتقالېږي او نښې یې تبه، سخت سرخوږی، د عضلو او بندونو درد او د پوستکي دانې دي. دغه سازمان ټینګار کړی چې د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مچیو کنټرول او روغتیايي څارنه مهمه ده.

یاد سازمان څرګنده کړې چې دا شمېرې د ناروغۍ شکمنې پېښې دي او لابراتواري تایید ته اړتیا لري.