پر تورخم راستانه کډوال: پاکستاني چارواکي مو درمل او خوراکي توکي اخلي

انځور له ارشیف څخه

له پاکستانه اخراجېدونکي افغان کډوال وايي، پاکستاني سرحدي پولیس او ګمرکي چارواکي پر تورخم ان د ناروغانو درمل هم ترې اخلي. د دوی په خبره، په پیسو اخیستل شوي کورني توکي او څاروي یې هم ورسره نه پرېښودل کېږي. دغه کډوال غواړي بشري ادارې په دې اړه غږ پورته کړي.

سمیع الله، چې د خپل ورور له کډې پسې جلال‌اباد ته روان دی، ازادي راډیو ته وویل: «زما د ورور د کور له سامانه يې درمل او نور شيان په تورخم کې اخيستي وو او هغه يې نه ورسره پرېښودل، د کور لپاره مو بوره او اوړه اخيستي وو هغه يې هم راڅخه کښته کړي.»

په تورخم کې د ګمرک یوه لوړپوړي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط دا ستونزه تایید کړه. هغه ازادي راډیو ته وویل، هغه خوراکي توکي او شیان چې د سوداګرۍ او کاروبار په ډله کې راځي، د وړلو اجازه یې نه ورکول کېږي او که درمل له ټاکلې اندازې زیات وي، هغه هم پکې شاملېږي.

د کډوالو په وینا، ګمرکي چارواکي د کورنیو توکو تر څنګ د دوی څاروي هم اخلي او افغانستان ته یې د وړلو اجازه نه ورکوي.

زما د ورور د کور له سامانه يې درمل او نور شيان په تورخم کې اخيستي وو او هغه يې نه ورسره پرېښودل
سمیع الله، ستنېدونکی کډوال

په پېښور کې مېشتې یوې افغان زده‌کوونکې د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، چې ستونزه یواځې د پاکستان له لوري نه ده او د افغانستان له لوري هم درمل او ځینې نور توکي نه پرېښودل کېږي.

هغې زیاته کړه: «دا مسئله له اوسه نه ده، له پخوا ده، اول به هم د پاکستان له لوري بيخي په لږ مقدار کې درمل پرېښول کېدل، خو اوس دا ده چې افغانستان لوري ته اجازه نشته او هلته خو د پاکستان پر درملو پوره بنديز دی.»

ستنېدونکي کډوال غواړي د دواړو هېوادونو چارواکي د کډوالو د ستنېدو پر مهال یوه ځانګړې لاره جوړه کړي، څو خلک وکولای شي اړین توکي او د ناروغۍ درمل پرته له بندیزه له ځان سره یوسي. دوی وايي، بشري ادارې باید د پاکستاني سرحدي پولیسو او ګمرکي چارواکو د دې چلند په اړه غږ پورته کړي.

له ۲۰۲۳ز کال راهیسې پاکستان له خپلې خاورې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په وینا، په تېرو درېیو کلونو کې نږدې ۲.۷۵ میلیونه افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.