یو راپور: په پاکستان کې بریدونه کم شوي، خو په بلوچستان کې تښتونې زیاتې شوې دي

انځور له ارشیف څخه،

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، په اکتوبر کې په دې هېواد کې امنیتي پېښې ۳۷ سلنه کمې شوې دي. خو د دې بنسټ په وینا، په بلوچستان کې د تښتونو پېښې په یوه کال کې لوړې کچې ته رسېدلې دي. خبریالان وايي، د یوې میاشتې شمېرې د امنیت د ښه والي نښه نه ده.

دغه بنسټ په اکتوبر کې په پاکستان کې ۱۴۳ بریدونه ثبت کړي، چې ۱۱۱ کسان پکې وژل شوي دي. د راپور له مخې، په بلوچستان کې د بریدونو شمېر ۴۶ سلنه او په خیبر پښتونخوا کې ۳۱ سلنه کم شوی دی. د خیبر پښتونخوا په پخوانیو قبایلي سیمو کې هم د بریدونو شمېر له ۳۴ څخه ۳۰ ته راټیټ شوی دی.

سره له دې چې بریدونه کم شوي، په ځانګړې توګه په بلوچستان کې د تښتونو د پېښو زیاتوالي امنیتي اندېښنې لا هم پر ځای ساتلې دي.

په پېښور کې خبریال غلام دستګیر ازادي راډیو ته وویل، چې د یوې میاشتې د شمېرو پر بنسټ د امنیتي وضعیت په اړه کره پایله نه‌شي اخیستل کېدای او د بریدونو د کمېدو تر شا بېلابېل لاملونه کېدای شي: «د دې تر شا ډېر محرکات کېدای شي. زما په خیال، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا پر دوی فشار راغلی وي. بله دا چې په دې ورځو کې په غرونو کې واوره ورېږي، نو وسله وال له غرونو څخه سیمو ته راکوزېږي او خپل پټنځایونه بدلوي...»

د راپور له مخې، په اکتوبر کې په ټول پاکستان کې ۸۸ کسان تښتول شوي، چې ۷۰ یې په بلوچستان کې دي. دا په تېرو ۱۲ میاشتو کې په یوه میاشت کې د تښتول شویو کسانو تر ټولو لوړ شمېر دی.

د کوټې خبریال سید علي شاه وايي، په بلوچستان کې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې ناامني روانه ده او په یوه میاشت کې د بریدونو کمېدل د امنیتي وضعیت د ښه کېدو نښه نه ده.

هغه وايي: «که موږ له دې څخه درې میاشتې وړاندې وضعیت ته وګورو، نو د تاوتریخوالي پېښې زیاتې وې، خو اوس په اکتوبر کې کومه داسې لویه پېښه نه ده ثبت شوې. خو دا مهال هم د بلوچستان ټولې لویې لارې ناامنه دي.»

دا مهال هم د بلوچستان ټولې لویې لارې ناامنه دي.
سید علي شاه، په کوټه کې خبریال

د دې انسټیټیوټ د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ز کال په لومړیو لسو میاشتو کې په پاکستان کې ټولټال ۱۳۷۶ بریدونه شوي دي.

د راپور شمېرې ښيي، چې د ۲۰۲۵ز کال د همدې مودې په پرتله، سږ کال د بریدونو شمېر ۵۳ سلنه او د وژل شویو کسانو شمېر ۳۶ سلنه زیات شوی دی.

په دې موده کې د بریدونو او د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۳۹۰۲ کسان وژل شوي او ۱۹۵۳ نور ټپیان شوي دي.

د وژل شویو له ډلې ۶۴۵ یې د امنیتي ځواکونو غړي، ۶۵ یې د امن کمېټو غړي، ۵۹۵ یې ملکي وګړي او ۲۵۹۷ یې وسله‌وال وو.