چین او روسیه وایي دغو مشرانو ټینګار وکړ چې اټومي جګړه باید هېڅکله رامنځته نه شي
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن له خپل چینايي او روسي سیال سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړ.
چین او روسیې اعلان وکړ چې د دغو هېوادونو مشرانو او د امریکا ولسمشر پر یوه "سوله ییزه اعلامیه" هوکړه کړې ده؛ چې پکې ټینګار شوی "اټومي جګړه باید هیڅکله رامنځته نه شي."
دا اعلامیه د پنجشنبې په ورځ، د ډونالډ ټرمپ، شي جین پینګ او ولادیمیر پوتین ترمنځ له یوې ۹۰ دقیقهییزې ناستې وروسته، د چین د رسمي خبري اژانس "شین هوا" او کریملین لخوا خپره شوه.
د امریکا ولسمشر تر درې اړخیزې غونډې مخکې له پوتین او شي سره جلا هم لیدلي چې د ګڼو خلکو پام یې ور اړولی.