د قطر د السیلیه کمپ یو شمېر اوسېدونکو افغانانو ازادي راډیو ته وویل، چې د خپلو ماشومانو، په ځانګړې توګه د لوڼو، له زده کړو د محرومیت له دوامه سخت اندېښمن دي.
دوی وايي، اوږده انتظار او له کورنیو لرې پاتې کېدو په رواني ستونزو اخته کړي دي. د دې کمپ یو اوسېدونکی، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې له خپلې ځوانې مېرمنې او درې ماشومانو (یو زوی او دوه لوڼو) سره له شاوخوا دوه نیمو کلونو راهیسې په دغه کمپ کې دی.
نوموړی وايي، د امریکا د حکومت له خوا دې کمپ ته د دې لپاره راوستل شوي، چې امریکا ته انتقال شي، خو تر اوسه یې برخلیک نه دی معلوم: «دا ځای د ژوند لپاره مناسب نه دی، ځکه یو انګړ او کانټینر دی. له دې ساحې هم څوک وتلی نهشي. یو ځای یې جوړ کړی، چې ماشومان مو پهکې د ورځې یوازې یو څو کلمې انګرېزي وايي او بس.»
د هغه په وینا، دې وضعیت نه یوازې د کورنۍ پر غړو روحي فشار زیات کړی، بلکې لوڼې یې هم له اصلي او منظمو زده کړو بېبرخې شوې دي: «طبعاً چې دا حال اندېښمنوونکی دی، ځکه څلور خواوې مو دښته ده... لوڼې مې افغانستان کې پنځم ټولګي کې وې. له کله چې دلته راغلي یو، هلته یې چې څه زده کړي وو، اوس یې هغه هم هېر شوي... که اوس ښوونځي کې وای، اوس به اووم یا اتم ټولګي کې وې.»
دا ځای د ژوند لپاره مناسب نه دی، ځکه یو انګړ او کانټینر دی. له دې ساحې هم څوک وتلی نهشي.د السیلیه کمپ یو افغان اوسېدونکی
هغه وايي، د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) قضیه لري، خو نه پوهېږي چې د دوی د برخلیک په اړه به کله پرېکړه کېږي او تر کومه وخته به په دغه کمپ کې پاتې کېږي.
موقت کمپ، اوږد انتظار
په دې کمپ کې یو بل افغان، چې د همدې دلیل له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ورته اندېښنه لري. هغه ازادي راډیو ته وویل: «دا کمپ خو موقت و، د دومره اوږدې مودې لپاره نه و. دلته د درس بڼه هغه ډول مېتود چې باید وي، نشته، ځکه ښوونځي کې خو ټول مضامین لوستل کېږي، یوازې انګرېزي درس ورکول کېږي.»
هغه زیاتوي: «هغه ماشومان چې اتم کې وو، اوس به ان له ښوونځي فارغ وو... موږ ټول د دې لپاره له افغانستانه راووتو، چې اولاد مو ارام وي او خپله په امن واوسو. موږ خو په خپل سر نه یو راغلي، څنګه مو چې راوستلي یو، باید موږ انتقال کړئ، دا زموږ مسلم حق دی.»
دا افغان وايي، د امریکا د پناه غوښتنې د پي-۲ (P-2) قضیه لري او له ۲۰ میاشتو راهیسې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره په دغه کمپ کې دی.
موږ خو په خپل سر نه یو راغلي، څنګه مو چې راوستلي یو، باید موږ انتقال کړئ، دا زموږ مسلم حق دی.د السیلیه کمپ یو بل افغان اوسېدونکی
د امریکا پخواني همکاران
د دغو افغان کډوالو په وینا، دوی په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې له امریکايي ادارو سره کار کړی دی او د همدې همکارۍ د سابقې له امله افغانستان ته بېرته ستنېدل ورته خطرناک دي.
دوی د امریکا د حکومت له خوا له افغانستانه دغه کمپ ته لېږدول شوي دي.
د السیلیه کمپ دوو اوسېدونکو افغان مېرمنو هم، چې نه یې غوښتل نومونه او غږونه یې په راپور کې خپاره شي، ازادي راډیو ته وویل، چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا له کار او زده کړو منع شوې دي.
د هغوی په خبره، اوس چې په کمپ کې د یو بل خوندي هېواد ته د تګ په انتظار دي، په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د رسمي زده کړو او د دیپلومونو د ترلاسه کولو چانس یې له لاسه وځي.
په دې کمپ کې مېشتې میندې او پلرونه وايي، د لوڼو د زده کړو د دوام لپاره مناسب امکانات نه لري او وېره لري چې دغه ځنډ به د هغوی پر راتلونکي منفي اغېز ولري.
دا افغانان له امریکا غواړي، چې ژر تر ژره یې برخلیک روښانه او دوی متحده ایالاتو ته انتقال کړي.
د کانګرس د غړو غوښتنه
تر دې یوه اونۍ وړاندې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو له حکومته غوښتي وو، چې په قطر کې د مېشتو افغان پناه غوښتونکو د وضعیت په اړه توضیحات ورکړي.
د کانګرس غړې یاسمین انصاري د تېرې دوشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه لیکلي وو، چې د کانګرس د بل غړي ډان بیکن او د دواړو ګوندونو د لسګونو غړو په ملګرتیا یې د امریکا د بهرنیو چارو او کورني امنیت له وزیرانو د دغو کډوالو د ژوند د اوسنیو شرایطو په اړه توضیحات غوښتي دي.
هغې زیاته کړې وه، چې د السیلیه کمپ افغانې ښځې او ماشومان روغتیايي خدماتو، زده کړو او د ژوند خوندي شرایطو ته د لاسرسي مستحق دي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د قطر په السیلیه کمپ کې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان پاتې دي.
په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان افغان ایواک (AfghanEvac) د معلوماتو له مخې، د کمپ تر ۷۰ سلنې ډېر اوسېدونکي ښځې او ماشومان دي.
په دوی کې هغه کسان هم شامل دي، چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ز کلونو تر منځ یې د امریکا د جګړې په ملاتړ له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکو، امنیتي کارکوونکو او یا هم په نورو برخو کې کار کړی دی.