د افغانستان اقتصادي وده څومره د خلکو واقعي ژوند منعکسوي؟ له کارپوه آذرخش حافظي سره مرکه

Your browser doesn’t support HTML5

د نړیوال بانک د راپور په اساس د افغانستان اقتصاد سږ کال ۳ فیصده وده کړې. ایا دا پرمختګ د خلکو په ژوند کې هم د بدلون په معنی ده؟ د اقتصادي چارو کارپوه او د اقتصادي همکاریو سازمان د سوداګرۍ خونې پخوانی مشر آذرخش حافظي وايي اوسنیو شرایطو ته په پام یو مثبت پرمختګ دی خو کافي نه دی. د نړیوال بانک د راپور د موندنو په اړه صفي الله ستانکزي له ښاغلي حافظي سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتنه کړې چې د اقتصاد درې فیصده وده څومره د خلکو واقعي ژوند منعکسوي؟