د بریټانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود (Shabana Mahmood) د سهشنبې پر ورځ (د نومبر ۱۷مه) د کډوالۍ په قوانینو کې د رد شویو پناه غوښتونکو د اخراج د خبرتیا په برخه کې د بدلونونو وړاندیز وکړ.
هغې غوښتي چې دغو کډوالو ته دې له اخراجه پنځه ورځې مخکې خبر ورکړل شي. د هغې په وینا، دا بدلون به حکومت له غیرضروري لګښتونو وساتي او وخت به هم وسپمول شي.
د کډوالو د حقونو ادارو او بنسټونو دا وړاندیز غندلی او ویلي یې دي چې دا چاره به کډوال له رواني ستونزو سره مخامخ کړي.
یو وخت په اروپايي هېوادونو کې د هغو افغان کډوالو لومړی انتخاب لندن و چې د پناه غوښتنه به یې رد شوه. که څه هم بریټانیا ته تګ، که په وړو بېړیو کې وي او که له قانوني لارو، سخت دی، خو اوس په دې هېواد کې پاتې کېدل او د پناه غوښتنې منل کېدل تر پخوا ډېر سخت شوي دي.
د دایمي استوګنې نوې مودې
شبانه محمود تېره میاشت پارلمان ته د هغو وړاندیزونو جزیات هم وړاندې کړل چې له مخې یې یو کډوال په بریټانیا کې دایمي استوګنه یا پاسپورت ترلاسه کوي. هغې کډوال په څو ډلو ویشلي دي.
په لومړۍ ډله کې هغه کډوال دي چې په وړو بېړیو او غیرقانوني لارو بریټانیا ته ځي او نه کار کوي او نه زده کړه. د وړاندیزونو له مخې، دوی به د دایمي استوګنې لپاره ۳۰ کاله انتظار کوي.
دویمه ډله هغه کډوال دي چې د بریټانیا د حکومت مرستې اخلي، د ویزې له مقرراتو یې سرغړونه کړې وي، یا هغه پناه غوښتونکي چې په وړو بېړیو کې بریټانیا ته تللي، خو هلته کار یا زده کړه کوي. د دې ډلې لپاره د دایمي استوګنې موده ۲۰ کاله ده.
درېیمه ډله هغه کډوال دي چې کلنی عاید یې له ۵۰ زره پونډو (شاوخوا ۷۰ زره ډالره) کم وي. دوی باید د دایمي استوګنې لپاره لس کاله انتظار وکړي.
لوړ عاید، لنډه لار
شبانه محمود وايي، د بریټانیا پاسپورت یا دایمي استوګنه ترلاسه کول ناشوني نه دي، خو تر ټولو ساده او اسانه لار لوړ عاید دی.
د نویو وړاندیزونو له مخې، د لوړ عاید لرونکو او مسلکي کارګرانو لپاره د دایمي استوګنې د انتظار موده له درې تر پنځو کلونو پورې ده. که د یوه کډوال کلنی عاید ۱۲۵ زره پونډه یا ډېر وي، کولی شي په درې کلونو کې دایمي استوګنه ترلاسه کړي.
شبانه محمود وايي، د دې بدلونونو موخه دا ده چې په بریټانیا کې مېشت کډوال کار او زده کړې ته اړ کړي او د هغو کسانو مخه ونیسي چې په غیرقانوني لارو بریټانیا ته ځي.
دا ټول وړاندیزونه لا هم د طرحې په بڼه دي او د قانون کېدو لپاره د بریټانیا د پارلمان تایید ته اړتیا لري.