وزیرستان کې ګرځبندیز او پوځي عملیات؛ اوسېدونکي وايي ژوند یې په ټپه ولاړ دی

د شمالي وزیرستان دوکانداران. انځور له ارشیف څخه

د پاکستان په وزیرستان کې اوسېدونکي وايي، د حکومت ګرځبندیز او پوځي عملیاتو د دوی ورځنی ژوند په ټپه ودراوه. د یوه ځايي خبریال په وینا، ځینې ناروغان روغتون ته د نه رسېدو له امله مړه شوي. حکومت او پوځ وايي دا بندیزونه د امنیت لپاره اړین دي.

یوه ځايي اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل: «زیات تکلیف دی، بېخي زیات. خلک له څو ورځو راهیسې بند دي، خاصتاً په شمالي وزیرستان کې چې کوم ګرځبندیز لګول شوی دی.»

د وزیرستان یوه ځايي خبریال، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د بندیزونو له امله بازارونو او نورو سیمو ته تګ راتګ بشپړ بند دی او خلک په کورونو کې ایسار دي.

د هغه په وینا، له لسو ورځو وروسته هم په سیمه کې ګرځبندیز دوام لري: «هلته کور په کور اپرېشن شوی، ډېر تکلیفونه دي، څوک له کورونو نه شو وتلی. داسې ډېر کیسونه وشول، ماشومان ځکه مړه شول چې روغتون ته نه دي وړل شوي، یوه ښځینه د میندوارۍ پر وخت ځکه مړه شوه چې ډاکټر ته نه شوه رسېدلی، مشران ناروغه شوي او نن هم د میرعلي حالات خراب دي او ګرځبندیز دی.»

ازادي راډیو د ځايي خلکو او خبریالانو د ادعاوو په اړه د وزیرستان له مرستیال کمېشنر مسرت زمان سره په ټیلیفون اړیکه ونیوله، خو هغه سره له ژمنې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه ویل.

زیات تکلیف دی، بېخي زیات. خلک له څو ورځو راهیسې بند دي.
د وزیرستان یو اوسېدونکی

سیاسي ګوندونه اندېښمن دي

سیاسي ګوندونو هم په سیمه کې د روانو حالاتو او ګرځبندیزونو په اړه وخت ناوخت اندېښنې ښودلې دي. د عوامي نېشنل ګوند غړی او د سیمې اوسېدونکی ایاز خان وايي، دا وضعیت یوازې تر میرعلي پورې محدود نه دی، بلکې په ټول وزیرستان کې د ګرځبندیز چاپېریال دی. د هغه په خبره، حکومت چې کله وغواړي، د ورځې یا شپې امر کوي او خلک په کورونو کې بند پاتې کېږي، خو هغه موخه چې ورته دا بندیزونه لګول کېږي، په عمل کې نه ښکاري.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «دا ګرځبندیز په ډېره غیرضروري توګه لګوي، چې هېڅ پته یې نه لګېږي؛ بلکې د دې خبرې په څېر ده چې غواړي د پښتنو سیمه او هلته اوسېدونکي خلک له ستونزو سره مخ کړي. هغوی هېڅ دا فکر نه کوي چې د دې له امله ټول ښوونځي، زده‌کوونکي، تعلیمي ادارې، ناروغان، بوډاګان، ښځې او ماشومان له سختو ستونزو سره مخ کېږي...»

دا ګرځبندیز په ډېره غیرضروري توګه لګوي، چې هېڅ پته یې نه لګېږي.
ایاز خان، د عوامي نېشنل ګوند غړی

ګرځبندیز څنګه لګول کېږي؟

د ځايي خبریالانو او اوسېدونکو په وینا، د امنیتي ځواکونو د قافلو او عملیاتو پر مهال د ۱۴۴مې مادې له مخې ګرځبندیز لګول کېږي.

دا بندیزونه عموماً د سهار له شپږو بجو تر ماښام شپږو یا اوو بجو پورې وي، خو د عملیاتو پر مهال څو ورځې پرله‌پسې دوام کوي. د اوسېدونکو په خبره، دا حالت زیاتره د شنبې، یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې او ورپسې د اونۍ په نورو ورځو کې هم پېښېږي.

په دې بندیزونو کې د شمالي وزیرستان میرعلي، میرانشاه، دته خېل او رزمک، د کوز جنوبي وزیرستان وانا، اعظم ورسک او انګور اډه سړک، د بر جنوبي وزیرستان سروکی، لدها او مکین سیمې او د ټانک ولسوالۍ لویې لارې شاملې دي. د اوسېدونکو په وینا، یوازې د میرعلي په تحصیل کې تر ۲۰۰ زرو ډېر خلک له دې ګرځبندیزونو اغېزمن شوي دي.

د جنوبي وزیرستان او ټانک د ځايي چارواکو په پخوانیو رسمي حکم‌نامو کې د بندیزونو وخت او لارې لیکل شوې او ویل شوي چې په دې وخت کې پر هر ډول تګ راتګ او سوداګریزو مرکزونو بشپړ بندیز وي.

که څه هم په رسمي اعلامیه کې د امبولانسونو او بیړنیو ناروغانو لپاره له امنیتي ځواکونو د مشروطې اجازې اخیستل یاد شوي، خو ځايي خلک وايي په عمل کې روغتونونو ته د ناروغانو رسول ډېر ستونزمن شوي دي.

د حکومت او پوځ دریځ

وزیرستان افغانستان ته نږدې غرنۍ سیمه ده چې په اداري لحاظ د خیبر پښتونخوا په درېیو ولسوالیو، شمالي وزیرستان، بر جنوبي وزیرستان او کوز جنوبي وزیرستان، وېشل شوې ده. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، دا بندیزونه د امنیت د ټینګښت او د امنیتي ځواکونو د خوندي تګ راتګ لپاره اړین دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي څانګې (ISPR) د تازه ادعاوو له مخې، د نومبر له ۱۱مې تر ۱۳مې پورې د شمالي وزیرستان په میرعلي، دته خېل او علي خېل سیمو او د بلوچستان په ځینو سیمو کې په استخباراتي عملیاتو کې نږدې سل وسله‌وال وژل شوي او په نښتو کې د یوه افسر په ګډون څلور سرتېري هم وژل شوي دي.

پوځ تور لګوي چې وژل شوي وسله‌وال د هند په ملاتړ له «فتنه الخوارج» سره تړاو درلود او عملیات به تر هغو دوام ولري چې پاتې وسله‌وال له منځه یوړل شي. ازادي راډیو دا ادعاوې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی. هند تل داسې تورونه رد کړي دي. د سیمې خلک غواړي بندیزونه ژر پای ته ورسېږي او په ورځني ژوند او تګ راتګ کې ورته اسانتیاوې برابرې شي.