رویټرز خبري اژانس د دریو خبرو سرچینو په قول راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو ورځو کې خپلو جګپوړو سلاکارانو ته ویلي، که د ایران حکومت یا په یمن کې د ایران په ملاتړ حوثي وسلهوال کوم نوی پاروونکی اقدام ونه کړي، ښايي امریکا پر ایران له بیا برید کولو ډډه وکړي.
د دغه راپور له مخې چې د شنبې په ورځ، د لړم په ۲۳مه خپور شوی، ټرمپ د ملي امنیت له سلاکارانو سره په غونډو کې او د استخباراتي راپورونو له ترلاسه کولو وروسته د نویو بریدونو نه کولو موضوع مطرح کړې ده.
خو د امریکا د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په وینا، ټرمپ لا هم له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم د جمعې په ورځ په یوه جلا راپور کې د یوه امریکايي چارواکي په قول لیکلي چې ټرمپ اوسمهال د پراخې جګړې بیا پیلولو ته لېوالتیا نه لري.
د ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا حکومت په پام کې لري چې اوسنی وضعیت وساتي؛ یعنې د ایران سمندري کلابندي او اقتصادي بندیزونه روان وي، خو جګړه بیا پیل نه شي او د وروستۍ هوکړې لپاره هم بیړه ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو په وروستیو اوونیو کې څو ځله ټینګار کړی چې هېواد یې باید د «نه جګړې او نه سولې» له اوسني حالت څخه ووځي.