په بدخشان کې د واورې ښویېدنې له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي دي

ځايي رسنۍ راپور ورکوي چې د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې د واورې د ښویېدو له امله د سرو زرو کان دوه کارګر مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د راپور له مخې، دا پېښه د شنبې په ورځ د ارغنج‌خواه ولسوالۍ په اندراب سیمه کې هغه مهال شوې چې یو شمېر کارګرانو د سرو زرو په یوه کان کې کار کاوه.

د کارګرانو مړي او ټپیان د پوځي هیلي کوپتر په وسیله د بدخشان مرکز فیض‌اباد ښار ته لېږدول شوي دي.

په افغانستان کې دا ډول پېښې عموماً د کانونو د خوندیتوب د کمزورو معیارونو او د اړوندو مقرراتو د نه رعایتولو له کبله کېږي.