سعودي عربستان ریاض ته توغول شوي دوه بالستیک توغندي شنډ کړي دي

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف وايي، د یمن د حوثي وسله‌والو له لوري یې ریاض ته توغول شوي دوه بالستیک توغندي او د دغه هېواد په ختیځ کې درې بې‌پیلوټه الوتکې شنډې کړې دي.

په وروستیو ورځو کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو پر سعودي عربستان بریدونه زیات کړي دي. تېره اوونۍ د ریاض په سوداګریز مرکز کې د سعودي د تېلو د شرکت، ارامکو یوې اداري ودانۍ ته هم زیان واوښت.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم البدیوي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې له ایران او حوثیانو غوښتي چې بریدونه ودروي او د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.

هغه ویلي، د تېر کال د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې ایران د خلیج شورا پر غړيو هېوادونو د څه باندې اووه زره توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.