د بحرین د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ایران څو هوايي بریدونه یې شنډ کړي دي. دا د سپټمبر له میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې بحرین د ایران د بریدونو خبر ورکوي.
په ورته وخت کې، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې یې د امریکا یوه پوځي اډه د شپږو بېپیلوټه الوتکو په وسیله په ویشتې ده. د سپاه په وینا، برید د الرفاع د هلیکوپټرو په اډه کې د امریکا پر راداري سیستم شوی دی.
خو امریکايي او بحریني چارواکو تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې. د برید له اعلان څو ساعته مخکې د بحرین چارواکو له خلکو غوښتي وو چې د احتمالي بریدونو له امله پناهځایونو ته ولاړ شي.
سپاه پاسداران ویلي چې د امریکا هر ډول برید ته به لا سخت ځواب ورکړي. دغه ادعا دوې ورځې وروسته له هغې شوې چې سپاه په بحرین کې د یوه امریکايي راداري سیستم د ویشتلو ادعا کړې وه، خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ رد کړې وه.