زیلنسکي: امریکا د ناټو غړیتوب په بدل کې له دونباسه د اوکرایني ځواکونو د وتلو وړاندیز کړی دی

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وايي، امریکايي مذاکره‌کوونکو په لومړي ځل دا موضوع راپورته کړې چې اوکراین دې د ناټو د غړیتوب په بدل کې خپل پاتې ځواکونه له دونباس څخه وباسي.

زیلنسکي د جمعې په ورځ، د نومبر په ۱۳مه، خبریالانو ته وویل چې امریکايي لوري پوښتنه کړې، ایا اوکراین به د ناټو د غړیتوب په صورت کې له دونباسه د خپلو پاتې ځواکونو وتلو ته چمتو شي؟

هغه ټینګار کړی چې اوکراین په اصل کې د خپلې خاورې له سپارلو سره مخالف دی؛ خو که امریکا او د ناټو نور غړي هېوادونه مشخص امنیتي تضمینونه ورکړي، ښايي دا وړاندیز د غور لپاره د اوکراین خلکو ته وړاندې کړي.

دونباس د اوکراین په ختیځ کې پرته سیمه ده چې دونېڅک او لوهانسک ولایتونه پکې شامل دي. د دغو سیمو لویې برخې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسیې تر کنټرول لاندې دي.

زیلنسکي ویلي چې اوکراین به هېڅکله د خپلې اشغال شوې خاورې برخې د روسیې د خاورې په توګه په رسمیت ونه پېژني.

د امریکا حکومت تر اوسه د زیلنسکي د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

دا څرګندونې د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکراین د استازو له خبرو وروسته شوې دي. دغو خبرو د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه درلود، خو دواړو لورو د ډېر شمېر بندیانو د تبادلې لپاره د چمتووالي خبر ورکړی و.