م. م : د ۶.۵ میلیونه افغانانو بېرته ستنېدو پر افغانستان دروند فشار راوستی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ استازی عرفات جمال وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د شاوخوا ۶.۵ میلیونه افغان کډوالو بېرته ستنېدو پر افغانستان اقتصادي او ټولنیز فشار زیات کړی دی.

عرفات د جمعې په ورځ دجنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې د ښځو او سولې په اړه په یوه نړیواله غونډه کې خبرداری ورکړی چې بېوزلي، بېکاري، وچکالي او د کار د فرصتونو کمښت ښايي بېرته ستانه شوي افغانان اړ کړي چې یو ځل بیا له هېواده ووځي.

جمال په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وضعیت هم اندېښنه وښوده او له شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده‌کړو بندیز یې د دغه هیواد یوه ډېره جدي ستونزه وبلله.