سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا، روسیې او چین ولسمشران به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د چین په شنژن ښار کې په یوه تاریخي غونډه کې سره وګوري.
دا به د نړۍ د دغو دریو سترو قدرتونو د مشرانو لومړنۍ درېاړخیزه غونډه وي، چې د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (APEC) سازمان د سرمشریزې په څنډه کې جوړېږي.
د امریکايي چارواکو په وینا، د اتومي وسلو د زېرمو کمول او د ایران جګړه به د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه وي؛ خو ټاکل شوې نه ده چې په دې غونډه کې د اوکراین جګړې په اړه خبرې وشي، ځکه واشنګټن د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره له مسکو او کییف سره جلا خبرې پر مخ وړي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې ښايي دا غونډه د ۱۹۴۵ کال د یالتا کنفرانس په څېر یوې هوکړې ته لاره هواره کړي، چې له مخې یې ستر قدرتونه د نفوذ سیمې سره ووېشي.
ټاکل شوې چې ډونالډ ټرمپ به د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره جلا وویني؛ خو د سفر په مهالوېش کې له ولادیمیر پوتین سره د ټرمپ د جلا لیدنې یادونه نه ده شوې.