منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ (سنتکام) د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې هرمز تنګي ته څېرمه پر یوه بندر د شپني هوايي برید په غبرګون کې یې په بحرین کې د امریکا د پوځ د خبرداري یو رادار لهمنځه وړی دی.
سنتکام ویلي: "سپاه پاسداران ځواکونو دوه بېپیلوټه الوتکې د بحرین پر لور وتوغولې، خو دواړه د امریکايي ځواکونو لهخوا وویشتل شوې او نسکورې شوې دي. په دې پېښه کې نه چا ته زیان اوښتی او نه هم کوم مالي تاوان رامنځته شوی دی."
سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې د سیریک په سیمه کې یې پر مخابراتي برج د «دښمن» د هوايي برید په غبرګون کې بحرین کې د امریکا د پوځ رادار په نښه کړی دی.
تر دې مخکې د ایران رسمي خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی و چې د هرمزګان ولایت په سیریک سیمه کې د «دښمن» په یوه برید کې یوه سیمه په نښه شوې ده، خو ایرنا د بریدګر نوم نهو یاد کړی او نهیې هم د اوښتو زیانونو او مرګژوبلې په اړه جزئیات ورکړي و.
د سپاه پاسداران په اعلامیه کې هم په مستقیم ډول امریکا پر سیریک د ادعا شوي برید مسؤله نهده بلل شوې.
ارشیف، سیریک کې د ایران یوه اټمي بټۍ
خو د سنتکام په اعلامیه کې هم د هرمز تنګي پر ساحلي سیمه، د ایران پر سیریک ښارګوټي د ادعا شوي برید په اړه هېڅ یادونه نهده شوې.
په دغه سیمه کې د ایران د رادار او مخابراتي شبکې یوه برخه موقعیت لري چې د هرمز تنګي د اوبو د څارنې لپاره ترې کار اخیستل کېږي.
د فبرورۍ په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو لهخوا د جګړې له پیل راهیسې پر دې سیمه څو ځله بریدونه شوي دي.
تهران تر دې مخکې هم په دغه ښارګوټي کې پر مخابراتي زېربناوو د بریدونو راپورونه ورکړي او په غبرګون کې یې په بحرین کې پر امریکايي تأسیساتو بریدونه کړي دي.
بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه اډه شتون لري.
د بریدونو دا تازه تبادله یوه ورځ وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وویل، واشنګټن نور له تهران سره یوې هوکړې ته اړتیا نهلري.
ټرمپ د نومبر په ۱۲مه په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشیل» کې ولیکل: "موږ له ایران سره هوکړې ته اړتیا نهلرو. د دغسې ورځو وخت ډېر پخوا تېر شوی دی. موږ د هغوی پیسې، سلګونه میلیارده ډالر، په واک لرو او د هغوی تنګی (د هرمز تنګی) هم زموږ په واک کې دی!"
ټرمپ په همدې لیکنه کې ویلي چې د امریکا له مرستیال ولسمشر جيډي ونس څخهیې غوښتي چې د ډیموکراتانو تر ادارې لاندې ښارونو او ایالتونو کې هغه څه ته خپله بشپړه پاملرنه واړوي چې فساد او جرمونهیې بللي دي.
ونس له څو میاشتو راهیسې له ایران سره د اوربند د ټینګښت او د اټمي خبرو اترو د بیا پیلولو په هدف د امریکا د هڅو مشري کوله.
د ټرمپ له دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې «وال سټریټ ژورنال» راپور ورکړ چې ونس له یوه لوړپوړي ایراني امنیتي چارواکي سره د مخامخ خبرو اترو پر احتمال غور کاوه.
په امریکا کې مېشت د ملي امنیت یوه شنونکي شایان سمیعي، د ازادي راډیو فردا څانګې ته ویلي چې داسې ښکاري ډونالد ټرمپ د «نه جګړې او نه خبرو اترو» سیاست تعقیبوي.
سمیعي وايي: "ټرمپ اوس هڅه کوي د اقتصادي فشار له لارې هغه څه ترلاسه کړي چې پوځي مداخلهیې ورته نهشي ترلاسه کولای. هغه پوځي مداخله په بشپړه توګه له مېزه نهده لیرې کړې."
ښاغلی سمیعي زیاتوي، داسې ښکاري چې د مرستیال ولسمشر جيډي ونس څنګ ته کېدل ښيي چې ولسمشر ټرمپ د جګړې اړوند چارې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او دفاع وزیر پیت هېګسټ ته سپارلې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بهرنیو چارو او دفاع وزیران، مارکو روبیو او پیت هېګسټ
د ملي امنیت دغه شنونکی وايي، د تهران له لوري متضادو څرګندونو هم د دغه هېواد پر اعتبار منفي اغېز کړی دی.
هغه وايي: "کله چې د بهرنیو چارو وزیر [عباس عراقچي] وايي، موږ خبرو اترو ته چمتو یو، خو د امنیتي چارو مشر [محسن رضايي] وايي، تر هغه به خبرې ونهشي چې امریکا زموږ اووه شرطونه نهوي منلي، نو د نړۍ مشران دې نتیجې ته رسېږي چې په اسلامي جمهوریت کې د تصمیم نیولو لپاره کومه باوري مرجع نهشته."