د روسیې د مرستیال صدراعظم الکسي اوورچوک په مشرۍ کابل ته د یوه روسي پلاوي د سفر پر مهال، د افغانستان او روسیې د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ۱۰۳ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۵ هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، ویلي چې په دغو هوکړهلیکونو کې له روسیې څخه افغانستان ته د درملو او خوراکي توکو واردول، روسیې ته د افغانستان د تازه مېوو، په ځانګړي ډول د انارو صادرول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخول شامل دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ ویلي چې د هوکړهلیکونو له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي همکاري پراخه شي.
دا هوکړهلیکونه په داسې حال کې لاسلیک کېږي چې د څارونکو په باور، مسکو د خپلو صادراتي بازارونو د پراخولو ترڅنګ هڅه کوي په افغانستان او سیمه کې خپل ستراتیژیک او امنیتي دریځ هم پیاوړی کړي.
په تېرو درېیو میاشتو کې د روسیې څو جګپوړو چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي دي. د روان کال د اکتوبر په ۱۴مه د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې مشر سرګي ناریشکین کابل ته تللی و او د طالبانو د استخباراتو له مشر او یو شمېر نورو چارواکو سره یې لیدلي وو.
اقتصادي او سیاسي شنونکي وايي، له طالبانو سره د اړیکو په پراخولو کې مسکو څو هدفونه لري چې د روسي تولیداتو لپاره د نویو بازارونو موندل، د افغانستان طبیعي سرچینو ته په اوږدمهال کې لاسرسی او په سیمه کې د ستراتیژیک نفوذ پراخول هم پکې شامل دي.
د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی
د ایکو د سوداګرۍ خونو پخوانی مشر او اقتصادي کارپوه آذرخش حافظي وايي، د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري چې په تېرو دوو لسیزو کې کمه شوې وه، اوس د دواړو هېوادونو د متقابلو اړتیاوو له امله مخ پر زیاتېدو ده.
حافظي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ووبل:
«له روسیې سره د سوداګرۍ کچه لوړه شوې ده. پخوا تر ۵۰ میلیون ډالرو زیاته وه، خو اوس شاوخوا ۸۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. په دې سوداګرۍ کې د افغانستان د صادراتو ونډه تر یو سلنې هم کمه ده. روسان د نړیوالو معیارونو له مخې ښه غنم او د تېلو محصولات، لکه پټرول او ډیزل لري. له روسیې څخه اوسپنه، ګول سیخ، ګاډر او لرګي واردېږي.
په سیمه کې، په ځانګړي ډول له پاکستان سره د رامنځته شویو ستونزو له امله، د افغان سوداګرو پام د منځنۍ اسیا پر لور ډېر شوی دی. په دې وروستیو کې له قزاقستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او بیلاروس څخه د کرنې د عصري ماشینونو او وسایلو، لکه د رېبلو ماشینونو او د حاصلاتو د پروسس د تجهیزاتو، واردات هم زیات شوي دي.»
د روسیې سیمهییزې ستراتیژیکې موخې
په سویس کې مېشت افغان سیاسي شنونکی طارق فرهادي باور لري چې روسیه له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو ترڅنګ خپلې سیمهییزې ستراتیژیکې موخې هم تعقیبوي.
فرهادي وايي:
«روسیه یوازې افغانستان ته نه ګوري، بلکې افغانستان او ایران دواړه په پام کې لري. غواړي په لنډمهال او اوږدمهال کې له افغانستان او ایران سره یو ستراتیژیک زون رامنځته کړي. په دې پړاو کې، یعنې واک ته د طالبانو له رسېدو پنځه کاله وروسته، روسیه غواړي له افغانستان سره سوداګري زیاته کړي، په داسې حال کې چې د ایران پولې له نورو لورو سره تړل شوې دي. روسیه د دې بهیر په ترڅ کې غواړي د ایران ملاتړ هم پیاوړی کړي.»
د اقتصادي فعالیتونو له پراخېدو سره سره، څارونکي وايي چې روسیه د افغانستان په لویو زېربنايي پروژو او د کانونو په راایستلو کې لا هم له احتیاط څخه کار اخلي.
حافظي زیاتوي:
«دا احتمال شته چې روسیه په اوږدمهال کې د افغانستان له معدني زېرمو ګټه واخلي او د کانونو د راایستلو او پانګونې قراردادونه لاسلیک شي. البته، د معدني زېرمو د پلټنې او تثبیت په برخه کې قراردادونه شوي، خو د کانونو د راایستلو په اړه تر اوسه کوم قرارداد نه دی شوی.»
فرهادي هم وايي چې روسیه غواړي په سیمه کې خپل حضور پراخ کړي او یوازې افغانستان یې په پام کې نه دی.
هغه زیاتوي:
«روسیه یوازې افغانستان ته نه ګوري، بلکې افغانستان او ایران دواړه په پام کې لري. غواړي له دواړو هېوادونو سره په لنډمهال او اوږدمهال کې یوه ستراتیژیکه حوزه ولري. په حقیقت کې، په داسې حال کې چې د امریکا اړیکې له افغانستان سره سړې دي او له ایران سره په جګړه کې ده، روسیه غواړي په دې ستراتیژیکه لوبه کې د شطرنج دا دوې خانې ونیسي.
د افغانستان کانونه، د ایران د ګازو زېرمې او هغه لاره چې د هرمز تنګي له لارې د روسیې لپاره فارس خلیج ته د لاسرسي زمینه برابروي، له ټولو سره د روسیې لېوالتیا ده.»
د دغو هوکړهلیکونو اقتصادي اغېز به پر افغانانو څه وي؟
د څارونکو په باور، یوه مهمه پوښتنه دا ده چې د دغو هوکړهلیکونو ګټې به د افغانستان خلکو ته څه ډول ورسېږي. د هغوی په اند، په لنډمهال کې به دا قراردادونه د خلکو د ژوند په وضعیت کې د پام وړ بدلون رانه ولي.
طارق فرهادي په دې اړه وايي:
«د افغانانو په ژوند کې به په لنډ وخت کې هېڅ بدلون رانه شي، ځکه له روسیې سره دا سوداګري پخوا هم موجوده وه او کومه نوې پدیده نه ده. خو دا چې روسیه غواړي په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړي، دا یوه ستراتیژیکه موضوع ده او اقتصادي پایلې به یې وخت ته اړتیا ولري.»
د مسکو او طالبانو د اړیکو مخینه
د مسکو او طالبانو اړیکې په داسې حال کې پراخېږي چې د دواړو ترمنځ تاریخي اړیکې د پخواني شوروي اتحاد له هغې نهه کلنې جګړې سره تړلې دي چې په افغانستان کې یې کړې وه او په ترڅ کې یې د شوروي زرګونه سرتېري ووژل شول.
له دې پېچلې تاریخي مخینې سره سره، د راپورونو له مخې، د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوې. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴ کال په جولای کې طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د روسیې «متحد» وبلل.
روسیې د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې طالبان د خپلو ترهګرو ډلو له نوملړ څخه وایستل او د همدې کال په جولای کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژاند. په دې توګه روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژانده.
د امنیت په برخه کې، روسیې څو ځله په افغانستان کې د داعش او نورو وسلهوالو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دغه ډلې یې د روسیې په ګډون د سیمې د هېوادونو لپاره ګواښ بللې دي.
خو طالبان وايي چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د بل هېواد پر ضد کار واخلي.