د کابل او بدخشان نارینه محصلین: له کمیس او پرتوګ پرته مو پوهنتون ته نه پرېږدي

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون په انګړ کې نارینه محصلین. انځور له ارشیف څخه

په کابل او بدخشان کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو یو شمېر نارینه محصلین وايي، له دوی غوښتل شوي چې د موډرنو جامو پر ځای کمیس او پرتوګ واغوندي. د دوی په خبره، ان د سر وېښتان او ږیره یې هم باید په نوي موډ اصلاح نه شي. د زده کړو د حقونو فعالان دا محدودیتونه د اندېښنې وړ بولي.

د کابل پوهنتون، په کابل کې د دوو خصوصي پوهنتونونو او د بدخشان د یوه دولتي پوهنتون نارینه محصلینو ازادي راډیو ته ویلي، چې د دوی پر جامو محدودیتونه لګول شوي او له دوی غوښتل شوي چې په نوي سبک جامو پر ځای افغاني دودیزې جامې، لکه کمیس او پرتوګ، واغوندي.

د کابل پوهنتون یوه محصل، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: «په پوهنتون کې محدودیتونو د دې لامل شوي چې پوهنتون نور د پخوا په شان نه وي او د درس ویلو لپاره هېڅ علاقه نه ده پاتې.»

نوموړي د دغو محدودیتونو د لګولو او عملي کېدو په اړه وویل: «د کال له پیل څخه محدودیتونه لګول شوي وو، تر دې چې ورو ورو د شفاهي لارښوونو او بالاخره په دې وروستیو کې د یوه رسمي مکتوب له لارې دا موضوع عملي شوه. هېڅوک اجازه نه لري چې په لوېدیځو جامو کې پوهنتون ته راشي. موږ باید کمیس او پرتوګ واغوندو، که نه، پوهنتون ته د ننوتلو اجازه به رانه کړل شي. ان زموږ د سر وېښتان او ږیره هم باید د لوېدیځوالو په څېر اصلاح نه شي.»

د رڼا خصوصي پوهنتون یو محصل هم وايي، چې په تېرو کلونو کې محصلینو کولای شول په بېلابېلو جامو کې پوهنتون ته ولاړ شي، خو اوس له محدودیتونو سره مخامخ دي.

په پوهنتون کې محدودیتونو د دې لامل شوي چې پوهنتون نور د پخوا په شان نه وي او د درس ویلو لپاره هېڅ علاقه نه ده پاتې.

ده هم د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل: «په تېرو کلونو کې که به موږ په پتلون او بلوز کې پوهنتون ته تللو، چا به کار نه درلود، خو سږ کال باید په کمیس او پرتوګ کې پوهنتون ته ولاړ شو. همدارنګه راته وايي چې ږیره مو باید د پیغمبر د سنتو مطابق وي، که نه نو، پوهنتون ته د ننوتلو اجازه نه راکوي.»

د بدخشان پوهنتون یو محصل، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې اوس مهال په دغه پوهنتون کې د کمیس او پرتوګ اغوستل په یو ډول یونیفورم بدل شوي دي.

ازادي راډیو نه شي کولای دغه ادعاوې په خپلواک ډول تایید کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه د هغه مکتوب کاپي وګوري چې د محصلینو په خبره د دوی د جامو په اړه صادر شوی دی؛ خو محصلینو وویل، چې دا مکتوب یواځې د پوهنتونونو د بشري سرچینو له څانګو سره دی او دوی ورته لاسرسی نه لري.

ازادي راډیو د کابل پوهنتون او رڼا خصوصي پوهنتون د بشري سرچینو له څانګو سره هم اړیکه ونیوله، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب ترلاسه نه کړ.

ازادي راډیو د دې ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت د نظر اخیستو هڅه هم وکړه، خو د راپور تر خپرېدو ونه توانېده چې د دې وزارت له ویاند حافظ ضیا هاشمي سره اړیکه ونیسي.

د زده کړو د حقونو فعالانو اندېښنې

د زده کړو د حقونو فعال فضل هادي وزین ازادي راډیو ته وویل: «د دولتي مامورینو له خوا پر زده‌کوونکو او محصلینو د یوې ځانګړې او ټاکلې جامې تپل د خواشینۍ خبره ده او کوم شرعي اساس نه لري. اوسنی حکومت باید دا سختې پالیسي، چې د ذوق او شخصي سلیقې څرګندونه کوي او د قانون په نشتون کې عملي کېږي، لغوه کړي.»

د ښاغلي وزین په خبره، په ښوونیزو چاپېریالونو کې له محصلینو او زده کوونکو سره ناوړه چلند او پر هغوی د ځانګړو مقرراتو تپل د دې لامل کېږي چې ځوانان له زده کړو سره بې‌علاقې شي؛ هغه څه چې د نوموړي په باور پر ټولنه به منفي اغېز ولري.

د دولتي مامورینو له خوا پر زده‌کوونکو او محصلینو د یوې ځانګړې او ټاکلې جامې تپل د خواشینۍ خبره ده او کوم شرعي اساس نه لري.

پخواني راپورونه

په افغانستان کې د لوړو زده کړو په چاپېریال کې پر نارینه‌وو د جامو د محدودیتونو یادونه مخکې هم په څېړنیزو او د سازمانونو په راپورونو کې شوې ده.

د افغانستان د شنونکو شبکې (AAN) د ۲۰۲۳ز کال د اګست په ۶مه، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د لوړو زده کړو په نظام کې د بدلونونو په اړه په یوه راپور کې لیکلي وو، چې له نارینه محصلینو او استادانو غوښتل شوي دودیزې جامې واغوندي، سرونه په خولۍ یا پګړۍ پټ کړي او ږیره او برېت ونه خریي.

په دې راپور کې راغلي وو، چې په بېلابېلو پوهنتونونو کې د دغو مقرراتو د پلي کېدو کچه یو شان نه وه، خو په دولتي پوهنتونونو کې پرې ډېر ټینګار کېده.

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر په ۹مه، د افغانستان د لوړو زده کړو د خصوصي مؤسسو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي وو، چې د ۲۰۲۱ز کال له اګست وروسته د جامو په اړه نوي مقررات اعلان شوي، چې له مخې یې له نارینه‌وو غوښتل شوي وو دودیزې جامې واغوندي او ږیره پرېږدي.

یونسکو زیاته کړې وه، چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت استازو د دغو مقرراتو د څارنې لپاره د لوړو زده کړو له خصوصي مؤسسو لیدنې کولې.

د بشري حقونو څار سازمان (HRW) هم د ۲۰۲۳ز کال د دسمبر په ۶مه، «د هلکانو ښوونځي هم د ناکامۍ پر لور روان دي» تر سرلیک لاندې په یوه راپور کې ویلي وو، چې زده کوونکو او د هغوی کورنیو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ښوونځیو کې د بدني سزاګانو له زیاتوالي شکایت کړی دی.

په دې راپور کې د زده کوونکو د وهلو ټکولو، د نورو په وړاندې د هغوی د سپکاوي او د جامو او وېښتانو د ډول له امله د سزا ورکولو یادونه هم شوې وه.