د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د ویرجینیا ایالت په ارلینګټن کې د امریکا د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مراسمو کې وویل، چې امریکا له ایران سره په جګړه کې د «بشپړې سوبې» غوښتونکې ده.
ټرمپ زیاته کړه، د امریکا د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو بیارغونه ښايي ۲۵ کاله وخت ونیسي. هغه همداراز وویل، چې د ایران اسلامي جمهوریت له ۱۹۷۹ کال راهیسې له امریکا سره په جګړه کې دی.
ټرمپ په وروستیو ورځو کې پر ایران د پراخو پوځي بریدونو پر ځای د سمندري کلابندۍ او اقتصادي فشارونو دوام غوره بللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم دغه فشارونه اغېزمن بللي دي.
په همدې حال کې، په منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور پیاوړی شوی او قطر او پاکستان د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د «نه جګړې، نه سولې» د وضعیت دوام د کښتۍ چلونې، د انرژۍ د تولید او د سیمې د زیربناوو د بیارغونې پر وړاندې جدي ستونزې رامنځته کوي.
د ایران د بندرونو سمندري کلابندي د چنګاښ له ۲۳مې او له اقتصادي پلوه د دغه هېواد د «ځپلو» عملیات د وږي له درېیمې راهیسې روان دي. د دغو اقداماتو هدف د ایران د تېلو د صادراتو او مالي سرچینو محدودول دي.