د عراق پارلمان د هغو استخباراتي راپورونو د څېړلو لپاره لنډمهاله کمېټه جوړه کړې چې له مخې یې د کرکوک او کوردستان سیمې تېل د ایران له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.
عرافي رسنیو پرون (چهارشنبې) وویل چې د پارلمان رئیس هیبت الحلبوسي د امنیتي ادارو او د تېلو وزارت د کړنو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې او د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پاتې راتګ اندېښنه ښودلې ده.
عراقي چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې څومره تېل قاچاق شوي، څوک په کې ښکېل دي او ایا افغانستان ته رسېدلي دي که نه. په دې تړاو د کوردستان سیمهییز حکومت او کوم ځانګړي چارواکي یا شرکتونه هم په رسمي ډول نه دي تورن شوي.