آیا «شهید کاوه» هکري ډله پيژنئ؟
Your browser doesn’t support HTML5
د فرانسې حکومت ویلي دي چې د «شهید کاوه په نوم یوه ایرانۍ هکري ډله پر یخچالونو د سایبري برید تر شا وه؛ هغه برید چې په اکتوبر میاشت کې یې د خوړو په شاوخوا ۷۰۰ پلورنځیو کې موجود خوراکي توکي خراب کړل.
یاده ډله په نورو نومونو هم پېژندل کیږي او په تېر کې پر ورته بریدونو تورنه شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د فرانسې دا تورونه «بې بنسټه او خصمانه» بللي دي.
صفي الله ستانکزی په دې اړه نور جزییات وړاندې کوي.