قالیباف: امریکا ته مو روښانه ځواب ورکړی، خو واشنګټن لا رسمي ځواب نه دی رالېږلی

د ایران د پارلمان رئیس او د دغه هېواد د مرکچي پلاوي مشر محمدباقر قالیباف وايي، تهران امریکا ته روښانه او څرګند ځواب ورکړی، خو واشنګټن لا هم په دې اړه رسمي او مشخص ځواب نه دی وړاندې کړی.

قالیباف د چهارشنبې په ورځ، د لړم په ۲۰مه، له الجزیرې تلوېزیون سره په خبرو کې ویلي چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل او له امریکا سره د خبرو اترو بیا پیل د ایران د شرطونو منلو ته د واشنګټن په چمتووالي پورې تړلي دي.

د ازادي راډیو د ایران څانګې د راپور له مخې، قالیباف د تهران او واشنګټن ترمنځ بې‌باوري او د ده په وینا، د امریکا له خوا د «زیاتو غوښتنو مطرح کول» د هوکړې پر وړاندې خنډونه بللي دي. خو نوموړي ویلي، که امریکا پخوانیو هوکړو ته ژمنه پاتې شي، نو یوې موافقې ته رسېدل شوني دي.

قالیباف دا ادعا هم کړې چې امریکا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې له ایران سره د مستقیمو خبرو د اسانتیا لپاره منځګړیتوب وکړي.