د ایران حکومت خبرداری ورکړی چې د جګړې له امله د ګازو د پروسس د تاسیساتو د زیانمنېدو له کبله ښايي په راتلونکي ژمي کې په دغه هېواد کې د ګازو کمښت نور هم زیات شي او ان تهران هم د ګازو له پرچاوۍ سره مخ شي.
د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني ویلي، که د ګازو مصرف لوړ وي، د پلازمېنې تهران په ګډون په ټول هېواد کې د ګاز رسولو بهیر بندېدی شي.
د نوموړې په وینا، تمه ده چې سږ کال په ایران کې د ګازو کمښت ۴۳۰ میلیون متر مکعب ته ورسېږي، په داسې حال کې چې په تېرو کلونو کې دا کچه شاوخوا ۳۰۰ میلیون متر مکعب وه. د ایران د ګازو ملي شرکت وايي، د جګړې په لومړیو پړاوونو کې د ګازو د پروسس څلور تاسیسات زیانمن شوي دي.
دغه شرکت خبرداری ورکړی چې د ایران له ۳۱ ولایتونو څخه ۱۱ به په ژمي کې د ګازو له کمښت سره مخ شي. ایراني چارواکو له خلکو غوښتي چې د ګازو مصرف لس سلنه راکم کړي.