د امریکا د متحدو ایالاتو د کانګرس ګڼ شمیر غړو د هیواد بهرنیو چارو او د کورني امنیت وزیرانو ته په یو لیک کې په قطر کې د میشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه دتوضیحاتو غوښتنه کړې.
د امریکا د کانګرس جمهوري پلوې غړې یاسمین انصاري په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دقطر په السیلیه کمپ کې میشتې افغانې ښځې او ماشومان روغتیايی خدماتو، زده کړو او د ژوندانه خوندي شرایطو ته د لاسرسي مستحق دي.
نوموړې زیاتوي چې د همدې لپاره دهغې او د کانګرس د بل غړي ډان بیکن په مشری په کانګرس کې ددواړو ګوندونو یو شمیر غړو د بهرنیو چارو او د داخلي امنیت له وزیرانو څخه ددغو افغان متحدینو د ژوند د اوسنیو شرایطو او د بیا میشتیدو د پلان په هکله د عاجلو توضیحاتو غوښتنه کړې ده.
یاسمین انصاري په خپله ایکسپاڼه کې هغه یو لیک هم خپور کړې چې د هغې او ډان بیکن ترڅنګ ورباندې د کانګرس د ۲۰ غړو لاسلیکونه ښکاري او یوه اونۍ مخکې دبهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د داخلي امنیت وزیر مارکوین مالین په ادرسونو لیږل شوی دی.
په لیک کې په ځانکړې توګه روغتیايی خدماتو ته په کمپ کې د میشتو ښځو او کوچنیانو په لاسرسي ټینګار شوی دی.
لیک کې، دې ته په کتو چې افغانې کورنۍ سیلیه کمپ کې داوږدې مودې لپاره پاته شوي دي، د ښوونځي د عمر ماشومانو ته د زده کړو او ودې لپاره د شته منابعو د ارزونې غوښتنه هم شوې ده.
د امریکايي چارواکو په وینا، د قطر په السیلیه کمپ کې شاوخوا ۱،۰۳۹ افغانان پاتې دي. په دوی کې هغه کسان شامل دي چې د ۲۰۰۱ او ۲۰۲۱ز کلونو تر منځ یې د امریکا د جګړې په ملاتړ د ژباړونکو او امنیتي کارکوونکو په توګه او یا هم نورو برخو کې کار کړی.
امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان «افغان ایواک/Afghan Evac» د معلوماتو له مخې، د کمپ د اوسېدونکو تر ۷۰ سلنې ډېر کسان ښځې او ماشومان دي.
قطر له وړاندې واشنګټن ته ویلي ، چې د دغه کمپ د اوسېدونکو وضعیت دې روښانه کړي او نور افغان کډوال دې قطر ته نه لېږل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي ، چې د دغو کسانو لپاره د خوندي راتلونکي د برابرولو هڅې روانې دي، خو ټینګار کوي چې د امریکا امنیتي اندېښنو ته هم باید پام وشي.