د ریاض پر اقتصادي زړه برید؛ حوثیان څه هدف تعقیبوي؟

ارشیف، ریاض کې د ارامکو د تېلو شرکت اړوند تأسیسات چې د حوثیانو له لوري هدف ګرځول شوي.

د یمن د حوثیانو له لوري پر سعودي عربستان توغندیزو بریدونو یو ځل بیا د دغې ډلې د سیاسي او پوځي اهدافو او د سعودي عربستان پر لویو ښارونو، په ځانګړې توګه ریاض، د بریدونو د امنیتي پایلو په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

د یکشنبې د ورځې «نومبر د اتمې نېټې» د پېښې په اړه د خپرو شویو راپورونو له مخې، په ریاض کې د ملک عبدالله په مالي سیمه کې د سعودي عربستان د ارامکو (Aramco) د تېلو شرکت اړوند یوې ودانۍ ته زیان اوښتی دی.

د سعودي عربستان چارواکو ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو توغندي شنډ کړي، خو د هغوی پاتې ټوټو ودانۍ زیانمنه کړې ده.

حوثیانو هم د دغه برید مسؤلیت منلی دی.

سعودي عربستان له ۲۰۱۵ کال راهیسې په یمن کې د حوثیانو پر ضد د یو پوځي ائتلاف په مشرۍ جګړه پیل کړې.

که څه هم د ۲۰۲۲ کال اوربند د جګړو شدت کم کړ، خو د دواړو لورو ترمنځ شخړه لا هم دوام لري.

ارشیف، د سعودي عربستان د تېلو یو پایپ لاین چې د حوثي یاغیانو له لوري په نښه شوی دی.

اوس پوښتنه دا ده چې حوثیان د سعودي عربستان په پلازمېنه کې د مهمو مرکزونو په نښه کولو سره څه هدف تعقیبوي؟

د سیاسي چارو څېړونکی ډاکتر ارین شریفي په دې باور دی چې د دغو بریدونو اصلي هدف د سعودي عربستان پر حکومت د سیاسي او امنیتي فشار زیاتول دي.

ښاغلي شریفي ازادي راډیو ته وویل چې حوثیان سعودي عربستان د یمن په جګړه کې یو له اصلي ښکېلو لورو څخه ګڼي او هڅه کوي چې د دغه هېواد په خاوره کې د مهمو مرکزونو په نښه کولو سره، ریاض اړ کړي څو د یمن په اړه خپله پوځي تګلاره بدله کړي.

د هغه په باور، د سعودي عربستان په لویو ښارونو، په ځانګړې توګه ریاض کې پر اهدافو بریدونه، له ستراتېژیک پلوه د دغه هېواد پر حکومت د فشار راوړلو یوه وسیله ده، ځکه حوثیان فکر کوي چې ښاري مهمو مرکزونو ته د امنیتي ګواښونو پراخول کولای شي د جګړې لګښتونه د سعودي عربستان لپاره لوړ کړي.

د ریاض په هوايي ډګر د حوثي یاغیانو توغندیز برید

ښاغلی شریفي زیاتوي چې د حوثیانو اصلي هدف د دغو بریدونو له لارې د ودانیو ویجاړول یا د خلکو وژل نه، بلکې د سعودي عربستان پر حکومت فشار راوړل دي، څو په یمن کې خپل پوځي اقدامات ودروي.

د سعودي عربستان او د یمن د حوثیانو ترمنځ د بریدونو په دوام کې د دوشنبې په ورځ د سعودي عربستان د شرق-غرب د تېلو پر پایپ لاین برید وشو، خو رسمي رسنیو وویل د تېلو د لېږد بهیر نه‌دی اغېزمن شوی.

دغه پایپ لاین له هرمز تنګي ورهاخوا له بلې لارې د انرژۍ د صادراتو لپاره حیاتي ارزښت لري.

تر اوسه څرګنده نه‌ده چې دغه پوځي فشار به د ښکېلو لورو د دریځونو د بدلون او د خبرو اترو د بیا پیل لامل شي، که به د جګړو د لا زیاتېدو سبب وګرځي.