د اسرائیل ولسمشر د نوي حکومت د جوړولو دنده ګادي آیزنکوټ ته سپاري

د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتزوګ اعلان کړی چې د نوي حکومت د جوړولو لومړی فرصت به د اپوزیسیون مشر او د بنیامین نتانیاهو سخت سیال، ګادي آیزنکوټ ته ورکړي.

هرتزوګ د شنبې په ورځ، د نومبر په اوومه، ویلي چې له ټولو هغو ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته یې دا پرېکړه کړې ده چې د تېرې اوونۍ په پارلماني انتخاباتو کې یې برخه اخیستې وه. تمه ده چې دا پرېکړه د یکشنبې په ورځ په رسمي ډول عملي شي.

د انتخاباتو وروستۍ پایلې ښيي چې د نتانیاهو په مشرۍ لیکود ګوند ۲۷ څوکۍ ګټلې، خو د هغه د متحدو مذهبي او ښي‌اړخو ډلو د څوکیو له کمېدو سره، د نتانیاهو د ملاتړ ټولټال شمېر ۵۳ ته رسېدلی دی.

بل لور ته، د نتانیاهو مخالف سیاسي بلاک ۴۸ څوکۍ ګټلې چې ۲۱ یې د آیزنکوټ د «یاشار» ګوند دي. خو دواړه بلاکونه د حکومت جوړولو لپاره د پارلمان د ۱۲۰ څوکیو له منځه لږ تر لږه ۶۱ څوکیو ملاتړ ته اړتیا لري.

که آیزنکوټ په ټاکلي وخت کې د حکومت په جوړولو بریالی نه شي، دا فرصت به نتانیاهو ته ورکړل شي.