په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبرداری

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله شاوخوا ۷۰۰ روغتیايي مرکزونه تړل کېږي یا له مالي ستونزو سره مخامخېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ځانګړي استازي او بشري مرستو همغږي کوونکي برونو لیمارکسي د نومبر په شپږمه ویلي، افغانستان ته بشري مرستې په ۲۰۲۳ کال کې له دوو میلیاردو ډالرو څخه په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او په روان ۲۰۲۶ کال کې تر اوسه ۵۷۰ میلیون ډالرو ته راکمې شوې دي.

د هغه په وینا، د افغانستان له ۱۹۰۰ لومړنیو روغتیايي مرکزونو څخه به شاوخوا ۷۰۰ یې وتړل شي، چې د ټولې شبکې نژدې ۴۰ سلنه جوړوي.

لیمارکسي زیاته کړې چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې شاوخوا ۶.۷ میلیون افغانان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان او ایران څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي او دې چارې پر کورونو، کارموندنې او عامه خدمتونو فشار زیات کړی دی.

نوموړي همداراز د ښځو او نجونو پر زده‌کړو او کار د طالبانو محدودیتونه هم یاد کړي او ویلي یې دي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲.۶ میلیون ډېرې نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې شوې دي او پوهنتونونو ته د نجونو د ورتګ کچه صفر ته رسېدلې ده.