د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر سرپرست الکساندر زویف خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګه لا هم د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره له جدي ترهګریزو ګواښونو څخه ده.
زویف د جمعې په ورځ، د لړم په ۱۵مه، د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای د همکارۍ سازمان یوې امنیتي غونډې ته وویل چې د غړو هېوادونو د معلوماتو له مخې، د اسلامي دولت ډله یا داعش د خراسان څانګه د خپلو فعالیتونو لپاره له بې پیلوټه الوتکو او مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخلي. د هغه په خبره دې ډلې دغه پرمختللي تاکتیکي وسایل ترلاسه کړي او د کارولو روزنه یې هم لیدلې ده.
نوموړي وویل، که څه هم داعش او القاعدې په بېلابېلو سیمو کې خپل یو شمېر مشران او پوځي وړتیاوې له لاسه ورکړې، خو دا ډلې لا هم فعالې دي او د خپلو سیمه ییزو څانګو له لارې له بې ثباتۍ ګټه اخلي.
د ملګرو ملتونو دغه چارواکي په ځانګړي ډول خبرداری ورکړ چې ترهګرې ډلې له نوې ټکنالوژۍ څخه د تبلیغاتو، د نویو غړو د جذب، د مالي سرچینو د برابرولو او د خپلو فعالیتونو د همغږۍ لپاره کار اخلي.
د هغه په وینا، په ځانګړي ډول ماشومان او ځوانان د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د دغو ډلو د غړو له خوا په نښه کیږي.
په دې اړه نور:
امریکا د داعش خراسان څانګې پر دوو مهمو مشرانو میلیونونه ډالر جایزه کېښودهد اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه چې په افغانستان او سیمه کې یې د ګڼو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی، پرافغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم د دې هیواد او ګاونډیو هېوادونو لپاره یو امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو خبرداری چې د داعش خراسان څانګې پرمختللې ټکنالوژي ترلاسه کړې او له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخلي، د دې ډلې د وړتیاوو او د افغانستان او سیمې د امنیت لپاره څه معنا لري؟ په کاناډا کې میشت د سولې او امنیت څېړونکی محمد داوود قیومي په دې باور دی چې مصنوعي ځیرکتیا ته د داعش خراسان څانګې لاسرسی کولای شي د دې ډلې ګواښونه له فزیکي بریدونو ورهاخوا هم پراخ کړي.
مصنوعي ځیرکتیا دې ډلې ته دا امکان برابروي چې خپل تبلیغات په څو ژبو خپاره کړي
نوموړی وايي، دا ټکنالوژي داعش ته دا امکان برابروي چې خپل تبلیغات په بېلابېلو ژبو خپاره کړي، ناسم معلومات خپاره کړي او د ځانګړو پیغامونو په جوړولو سره ځوانان خپلو لیکو ته جذب کړي. هغه ازادي راډیو ته وویل: "مصنوعي ځیرکتیا دې ډلې ته دا امکان برابروي چې خپل تبلیغات په څو ژبو خپاره کړي، جعلي معلومات په چټکۍ سره خپاره کړي او د ځوانانو د جذبولو لپاره هدفي پیغامونه جوړ کړي. له همدې امله، د داعش ډلې د خراسان څانګې له خوا د دې ټکنالوژۍ کارول نه یوازې افغانستان، بلکې ټولې سیمې ته ګواښ دی. دا ډله د دغو ټکنالوژیو په کارولو سره کولای شي خپل تبلیغات او فعالیتونه د سیمې له پولو هاخوا هم وغځوي او د منځنۍ اسیا او سیمې نور هېوادونه هم ښايي له دغو ګواښونو سره مخ شي."
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې داعش ډله یې په افغانستان کې سخته ځپلې، خو دې ډلې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی.
د طالبانو د حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق، چې د سمرقند په غونډه کې یې ګډون کړی و، د ټیلګرام او ټیک ټاک په ګډون د ټکنالوژۍ پر نړیوالو شرکتونو انتقاد وکړ چې د داعش د فعالیتونو په مخنیوي کې ورسره همکاري نه کوي.
وثیق ادعا کړې چې داعش له دغو ټولنیزو شبکو څخه د اړیکو، مالي تمویل او تبلیغاتو لپاره کار اخلي او د دې ډلې د تخنیکي امکاناتو د محدودولو په برخه کې دوی له ستونزو سره مخ دي.
هېڅ هېواد په یوازې ځان د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله نه شي کولای
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد مبارزې د دفتر سرپرست الکساندر زویف ټینګار کړی چې هېڅ هېواد په یوازې ځان د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله نه شي کولای.
نوموړي د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمه ییزې همکارۍ، د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او د نویو ټکنالوژیو د ناوړه کارونې د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې فعالیتونه او له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو د خپرېدو احتمال د سیمې د هېوادونو له مهمو امنیتي اندېښنو څخه ګڼل کیږي.