د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، واشنګټن د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه د پاکستان اندېښنې اورېدلې او دې ته چمتو دی که وکولای شي په دې برخه کې ګټور رول ولوبوي.
روبیو د شنبې په ورځ په اتلانتا کې د امریکا غږ یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، پاکستان په دې باور دی چې افغان طالبانو د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.
هغه زیاته کړه چې امریکا له طالبانو سره نږدې اړیکې نه لري، خو دا هیواد د ترهګرۍ مخالف دی، که له هر ځایه سرچینه اخلي او هر څوک چې یې هدف وي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روبیو د څرګندونو په غبرګون کې طلوع نیوز خصوصي رسنۍ ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر هغو معلوماتو تکیه کړې چې د پاکستان له خوا ورته ورکړل شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دوی منځګړیتوب ته ارزښت ورکوي.
اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټي پي د افغانستان له خاورې بریدونه تنظیموي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي.