نیویارک ټایمز: تمه ده چې امریکا ۱۵۰ افغانان په الوتکه کې پاکستان ته ولېږي

نیویارک ټایمز د درې امریکایي چارواکو له قوله ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري چې یوشمیر افغان کډوال د پاکستان له لارې بېرته افغانستان ته ولېږي. دغو چارواکو دا خبره د اکتوبر په ۳۰مه کړې ده.

د «افغان اېواک» ادارې مشر شان وان‌دایور ویلي، په هغو افغانانو کې چې د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي، ډېری یې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته تللي دي.

نوموړي زیاته کړې، په دغو کسانو کې د هغو افغانانو وروڼه او زامن هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې اوږه په اوږه کار کړی او کورنۍ یې د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ کېدای شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د ټرمپ ادارې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او پلان لري چې له امریکا یې وباسي. اټکل کېږي چې د افغان کډوالو د ایستلو لومړۍ الوتنه د نوومبر په دوهمه ترسره شي.

نیویارک ټایمز: د ټرمپ ادارې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او پلان لري چې له امریکا یې وباسي.

یوه امریکایي چارواکي ویلي چې تمه ده له ۱۵۰ زیات د پاکستان له لارې افغانان بیرته افغانستان ته ولېږدول شي؛ ځکه واشنګټن له طالبانو سره دیپلوماتیکې اړیکې نه لري او نه شي کولی په مستقیم ډول افغانستان ته د هغوی د ستنولو چارې تنظیم کړي.

د ټرمپ اداره وايي، د کډوالو په وړاندې سخت اقدامات او د هغوی د ایستلو بهیر د امریکا د کورني امنیت د پیاوړتیا لپاره دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د چا د ایستلو د عملیاتو د جزئیاتو له تاییدولو ډډه کړې او د دې کار دلیل یې د عملیاتو د امنیت خوندیتوب بللی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تراوسه په دې اړه رسماً څرګندونې ندي کړي خو تیره اونۍ د دې وزارت یوه ویاند په دې اړه چې ایادا راپورونه تاییدوي چې امریکا یو شمېر افغانان پاکستان ته استوي، د ازادي راډیو د پوښتنې په ځواب کې بې له دې چې هغه رد یا تایید کړي، په لیکلي بڼه وویل: «موږ یو ځل بیا پر خپل دې دریځ ټینګار کوو چې ټول هېوادونه باید وکولی شي خپلې پولې او د کډوالۍ بهیرونه په داسې ډول مدیریت کړي چې د خپلو وګړو خوندیتوب، امنیت او هوساینه تضمین کړي.»

امریکايی رسنۍ، سي‌بي‌ایس نیوز د اګست په میاشت کې د دولتي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی و چې یو شمېر افغانان او د نورو هېوادونو اتباع له امریکا څخه افریقايي هېوادونو ته په داسې حال کې استول شوي چې دا افغانان له دغو افریقايي هیوادونو څخه امریکا ته نه وو، تللي.

په روان ۲۰۲۶ کال کې له امریکا څخه د ایستل شویو افغانانو کره شمېر معلوم نه‌ دی، خو د سپټمبر په میاشت کې ۴۷ کلنه افغانه نذیره حاجي‌زاده له دغه هیواده وایستل شوه.

د امریکا عدلیې وزارت هغه د خپلې کورنۍ د غړو له هغه پلان څخه په ملاتړ تورنه کړې وه، چې غوښتل یې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ د اسلامي دولت ډلې یا داعش څخه په الهام یو برید ترسره کړي.