د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د قطر منځګړي بیا تهران ته تللي

د قطر منځګړي یو ځل بیا تهران ته تللي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او هوکړې ته د رسېدو هڅې روانې وساتي.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ (د لړم اتمه) د یوه باخبره چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د قطري منځګړو خبرې له واشنګټن سره په همغږۍ ترسره کېږي، خو د نویو خبرو اترو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په تېره یوه اوونۍ کې ایران ته د قطري منځګړو دوهم سفر دی. د ایران حکومت تر اوسه په رسمي ډول سفر نه دی تایید کړی.

قطري منځګړو دا سفر وروسته له هغه کوي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ته یو لیک واستاوه. د ځینو راپورونو له مخې، په دې لیک کې د مخامخ خبرو اترو د بیا پیلولو وړاندیز شوی و.

قطر تېره یکشنبه ایران ته د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه وړاندیز مسوده سپارلې وه، خو د ایران یوه جګپوړي چارواکي دغه وړاندیزونه «نه منونکي» بللي وو او ټینګار یې کړی و چې د اتومي پروګرام په اړه د تهران دریځ نه دی بدل شوی.