د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) نن وویل چې د واکسیناتورانو په هڅو په افغانستان کې ۱۲ میلیونه او ۷۰۰ زره ماشومان د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ په وړاندې واکسین شوي دي.
یونیسف دا خبره پر خپله اېکس کې لیکلې او ورسره یې د خپلو واکسیناتورانو د فعالیتونو یوه ویډیو هم خپره کړې ده.
په دې ویډیو کې یوې ښځینه واکسیناتورې ویلي چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره باید د واکسیناسیون په هر پړاو کې د هر ماشوم خولې ته د واکسین دوه څاڅکي واچول شي.
د روغتیا د نړیوال سازمان پر اساس، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۴۲ پېښې ثبت شوې دي.
افغانستان او پاکستان لا هم هغه دوه هیوادونه دي چې د پولیو ویروس پکې محوه شوی نه دی.