م.م: په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې ۹ میلیونه کسان د ژمي مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) د جمعې په ورځ ویلي چې په اوکراین، سوریه، لبنان او افغانستان کې به نهه میلیونه کسان د راتلونکي ژمي د تېرولو لپاره اضافي مرستو ته اړتیا ولري.

دې ادارې د مرستو راټولولو کمپاین پیل کړی او غواړي د ژمنیو مرستو لپاره لږ تر لږه ۵۰ میلیونه ډالر راټول کړي. دا اندازه د تېر کال پرتله درې میلیونه ډالر زیاته ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د بهرنیو اړیکو مشرې ډومینیک هایډ ویلي: «سرچینې کمې دي او لګښتونه په چټکۍ لوړېږي، په داسې حال کې چې د شمالي نیمې کرې د ژمي موسم رانژدې شوی دی.»

هغې زیاته کړې: «په دغو زیان‌ګالو او د جګړو له اغېزو سره مخ هېوادونو کې میلیونونه کسان له دې خطر سره مخ دي چې د یخنۍ پر وړاندې به له کافي خوندیتوب پرته پاتې شي. موږ باید ژر تر ژره د هغوی د ساتنې لپاره اقدام وکړو.»

دې جنیوا مېشتې ادارې ویلي چې په څلورو واړو هېوادونو کې د ژمنیو مرستو اړتیاوې ډېرې دي. په دغو هېوادونو کې میلیونونه کسان د انرژۍ او خوراکي توکو د بیو له لوړېدو او د تودوخې او پخلي لپاره د سون‌توکو له کمښت سره مخ دي.