بایننس: په سایبري برید کې د ۶.۳ میلیارده ډالرو په ارزښت ډیجیټلي پیسې غلا شوې دي

د نړۍ د مجازي پیسو د تبادلې تر ټولو لویې ادارې «بایننس» خبر ورکړی چې د یوه سایبري برید له امله یې د شاوخوا شپږ میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ډیجیټلي شتمنۍ اغېزمنې شوې دي.

رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۳۰مه، راپور ورکړی چې د مجازي یا ډیجټلي پیسو د راکړې ورکړې د څارنې دوو امریکايي شرکتونو، «ټي‌آر‌اېم لېبز» او «چېن‌انالېسز»، د دغه برید پړه د شمالي کوریا پر هکرانو اچولې ده.

د ټي‌آر‌اېم لېبز په وینا، بریدګرو د بلاک‌چېن په ۱۰ شبکو کې د بایننس اړوند برېښنايي زېرمه په نښه کړې او د شتمنیو ډېره برخه یې په شاوخوا ۲۰ دقیقو کې بل ځای ته لېږدولې ده.

دغه شرکت ویلي چې د برید طریقه د شمالي کوریا له هکرانو سره تړلو پخوانیو سایبري غلاوو ته ورته ده او په لوړه کچه ډاډ لري چې د دغه هېواد هکران په برید کې لاس لري.

بایننس ویلي چې د مجازي پیسو په برخه کې له فعالو شرکتونو سره په همکارۍ یې تر اوسه د دغه برید اړوند شاوخوا درې میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کړې دي. خو د پاتې درې میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت شتمنیو برخلیک لا هم روښانه نه دی.

بایننس په یوه بیان کې ویلي چې لومړنۍ څېړنې ښيي، بریدګرو ښايي لومړی د دغه شرکت د یوه تخنیکي انجنیر لپټاپ ته ننوتی وي او له همدې لارې یې سایبري برید ترسره کړی وي.