د اسرائیلو د پارلماني ټاکنو د ډېری رأیو له شمېرلو وروسته، د دغه هېواد د صدراعظم بنیامین نتانیاهو په مشرۍ ائتلاف تر ټولو ډېرې څوکۍ ترلاسه کړې دي.
که څه هم دغه ائتلاف ونهتوانېد چې د اکثریت لپاره اړینې ۶۱ څوکۍ وګټي، خو پایلې ښيي چې نتانیاهو به لږ تر لږه د نوي حکومت تر جوړېدو پورې د مؤقت صدراعظم په توګه پر واک پاتې شي.
د اسرائیلو د درېیو لویو ټلوېزیوني شبکو د راپورونو له مخې، د چهارشنبې ورځې «د عقرب د شپږمې» تر سهار پورې د اچول شویو رأیو نږدې ۸۶ سلنه شمېرل شوې وې.
د دغو پایلو له مخې، تمه کېږي چې د نتانیاهو ائتلاف چې ښي اړخي، افراطي ښي اړخي او د بنسټپالو ارتودوکس یهودانو ګوندونه پهکې شامل دي، د پارلمان ۵۳ څوکۍ ترلاسه کړي.
په مقابل کې، اټکل کېږي چې د ګادي ایزنکوټ په مشرۍ د مخالفانو ائتلاف به ۴۸ څوکۍ وګټي.
د اسرائیلو د عربو اتباعو استازیتوب کوونکو ګوندونو هم د رأی ورکوونکو د پراخ ګډون په پایله کې په ټولیز ډول ۱۹ څوکۍ ګټلې دي، دا شمېر د دغو ګوندونو لپاره بېساری بلل شوی دی.
په اسرائیل کې د رأی اچونې بهیر
د رأیو د شمېرلو بهیر لا روان دی او پایلې لا هم بدلېدای شي.
د ایزنکوټ په مشرۍ ائتلاف چې د نتانیاهو مخالف ګوندونه له منځلارو کیڼ اړخو نیولې تر سختدریځو ښي اړخو پورې پهکې شامل دي، دومره څوکۍ نهدي ګټلي لکه څومره چې تر ټاکنو مخکې یې تمه کېده.
نظرپوښتنو د دواړو لورو ترمنځ نږدې سیالي ښودله.
که څه هم د نتانیاهو ائتلاف د اسرائیلو په ۱۲۰ کسیز پارلمان، کنست، کې خپل اکثریت له لاسه ورکړی، خو مخالفانیې هم د هغه د واکمنۍ د پای ته رسولو پر وړاندې له ستونزو سره مخ دي.
مخالفان د حکومت جوړولو لپاره د عربو ګوندونو پراخ ملاتړ ته اړتیا لري، خو د یهودانو ځیني مشران داسې یوې هوکړې ته زړه نه ښه کوي.
که د نوي ائتلافي حکومت د جوړولو خبرې اوږدې هم شي، نتانیاهو به د نوي حکومت تر جوړېدو یا راتلونکي کال کې د نویو ټاکنو ترسره کېدو پورې د مؤقت صدراعظم په توګه پر خپل مقام پاتې شي.
نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ، د ځايي وخت له مخې د سهار له درېیو بجو وروسته، په بیتالمقدس کې د خپل لیکود ګوند په ټاکنیز مرکز کې د خپلو پلویانو غونډې ته په وینا کې د یوه «پیاوړي، ملي او ښي اړخي حکومت» د جوړولو غوښتنه وکړه.
هغه د اسرائیلو پر پوځي لاسته راوړنو هم ټینګار وکړ او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په ملتیا یې د ایران په ضد د پوځي عملیاتو د بیا پیل احتمال مطرح کړ.
نتانیاهو د خپل لیکود ګوند په ټاکنیز مرکز کې د خپلو پلویانو غونډې ته په وینا کې د یوه «پیاوړي، ملي او ښي اړخي حکومت» د جوړولو غوښتنه وکړه.
نتانیاهو وویل: "اسرائیل له خپل شریک، ولسمشر ټرمپ، سره یو تاریخي او بېساری فرصت لري، څو د ایران موجودیتي ګواښ یو ځل او د تل لپاره لهمنځه یوسي."
ټرمپ تر دې مخکې د اسرائیلو له رأی ورکوونکو غوښتي و چې نتانیاهو پر واک وساتي، څو دواړو مشرانو ته فرصت ورکړي چې "په ایران کې کار پای ته ورسوي".
هغه ویلي و چې نتانیاهو د ده په ملاتړ «ډېر ښه» کار کړی او په ټاکنو کې د ده ملاتړ د اسرائیلو له صدراعظم سره «ډېره مرسته» کړې ده.
ټرمپ د چهارشنبې په سهار د امریکا په ټکزاس ایالت کې د ټاکنیزې غونډې پر مهال وویل: "کېدای شي بریا وي یا مساوي پایله. په دې قضیه کې مساوي پایله هم یو ډول بریا ګڼل کېدای شي، ځکه دا د شطرنج یوه لویه لوبه ده."
دغه انتخابات په اسرائیلو کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومې نېټې پر دغه هېواد د حماس ډلې له برید وروسته لومړنۍ ټاکنې وې.
په دغه برید کې هغه مهال شاوخوا ۱،۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.
ټرمپ ویلي و چې نتانیاهو د ده په ملاتړ «ډېر ښه» کار کړی او په ټاکنو کې د ده ملاتړ د اسرائیلو له صدراعظم سره «ډېره مرسته» کړې ده.
دغه برید په اسرائیلو کې د امنیت احساس ته سخت ټکان ورکړ او په غزه، لبنان او ایران کې د جګړو د پیل لامل شو.
د غزې جګړه چې د دغې سیمې پراخې برخې یې ویجاړې کړې او د راپورونو د سرچینو په وینا، ۷۴ زره فلسطینیان پهکې ووژل شول، اسرائیلیې په نړیواله کچه لا ډېر منزوي کړی دی.
نړیوالې جزایي محکمې د نتانیاهو د نیول کېدو حکم صادر کړی دی.
نوموړی چې په جنګي جرمونو تورن شوی، دا تور بېبنسټه بولي.
هغه چې په اسرائیلو کې هم د فساد په قضیو کې تورن دی، دغه قضیې د واکمنو تشکیلاتو لهخوا د ده پر ضد توطئه ګڼي.