کوېټه کې د ماشومانو د سرطان له زرو زیاتې پېښې ثبت شوې؛ په ناروغانو کې افغان ماشومان هم شته

انځور له ارشیف څخه

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوېټې ښار په شیخ زاید روغتون کې د تېرو څه باندې پنځو کلونو پر مهال له زرو زیات ماشومان د سرطان د بېلابېلو ډولونو له امله ثبت شوي چې په هغوی کې افغان ماشومان هم شامل دي.

د دغه روغتون د ماشومانو د سرطان څانګې ډاکټران وايي، هره میاشت په لسګونو نوي ناروغان ورته مراجعه کوي، خو ځینې ماشومان هغه مهال روغتون ته رسول کېږي چې ناروغي یې پرمختللې وي او درملنه یې ستونزمنه شوې وي.

دوی ټینګار کوي چې د ماشومانو د سرطان یو شمېر ډولونه د درملنې وړ دي او پر وخت تشخیص یې د روغېدو امکانات زیاتوي. شپږ کلن اسد خان د کندهار اوسېدونکی دی چې د وینې په سرطان اخته شوی او له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د کوټې په شیخ زاید روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د هغه روغتیايي وضعیت اوس د ښه کېدو په حال کې دی، خو لا هم له ځینو ستونزو شکایت کوي. اسد خان ازادۍ راډیو ته وویل:«زما خوا ګرځي، پر سر او پښو مې درد وي، ډاکټران وايي یوه میاشت پس به ځې.»

د کوټې د شیخ زاید روغتون د ماشومانو د سرطان څانګه د انډس روغتیايي شبکې په همکارۍ فعالیت کوي. د دغې څانګې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې له زرو زیات ماشومان د سرطان د بېلابېلو ډولونو، د وینې د سرطان په ګډون، له دې څانګې سره ثبت شوي دي.

د څانګې مشر ډاکټر غلام جیلاني وايي، د فعالیت په پیل کې یې اټکل کاوه چې هر کال به شاوخوا ۲۰۰ ماشومان د درملنې لپاره ورشي، خو اوس د نویو ناروغانو شمېر د میاشتې له ۲۰ تر ۲۵ پورې رسېږي او په ځینو میاشتو کې ۲۸ تنه هم ثبت شوي دي.

د نوموړي په وینا، د مرکې پر ورځ لس ماشومان په روغتون کې بستر وو، له شلو زیاتو نورو ته کیموتراپي ورکول کېده او ۳۲ ماشومان د لومړنۍ معاینې لپاره ورغلي وو. ډاکټر جیلاني وايي، د ناروغانو په منځ کې د افغانستان ماشومان هم شته، خو د پاکستان او افغانستان تر منځ په تګ راتګ کې ستونزو یې پر شمېر اغېز کړی دی.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل:«که په میاشت کې د روغتون د نویو راغلو ماشومانو کچه ۲۰ یا ۲۵ وي، نو په هغوی کې له درېیو تر پنځو پورې ماشومان د افغانستان وي، چې دا د روغتون د ټولو ناروغانو نږدې ۲۰ سلنه برخه جوړوي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې هر کال له اتو زرو زیات ماشومان په سرطان اخته کېږي. په همدې حال کې، د ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر غلام نبي ناصر وايي، د عامه پوهاوي کمښت او د ناروغۍ ناوخته تشخیص د دې لامل کېږي چې ځینې ماشومان د سرطان په پرمختللي حالت کې روغتون ته ورسول شي.

د نوموړي په وینا، د ماشومانو د سرطان ځینې نښې اوږدمهاله تبه، د بدن په بېلابېلو برخو کې د غوټو یا پړسوب پیدا کېدل، دوامداره ستړیا او د وینې کمښت دي. هغه وايي، که په ماشوم کې دغه نښې ولیدل شي، کورنۍ باید ژر تر ژره متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د ډاکټر ناصر په وینا، د وینې لومړنۍ معاینه یا CBC د ځینو مشکوکو بدلونونو په پېژندلو کې مرسته کولای شي، خو د سرطان د کره تشخیص لپاره نورو ځانګړو معایناتو ته هم اړتیا وي.

نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل:«دا د علاج وړ ناروغي ده، خو شرط دا دی چې پر وخت یې ډاکټر ته ورسوئ.»

دا د علاج وړ ناروغي ده، خو شرط دا دی چې پر وخت یې ډاکټر ته ورسوئ.
ډاکټر غلام نبي ناصر، د ماشومانو د ناروغیو متخصص

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په نړۍ کې هر کال شاوخوا څلور لکه ماشومان او تنکي ځوانان چې عمرونه یې له صفر څخه تر ۱۹ کلونو پورې وي، په سرطان اخته کېږي.

د دغه سازمان په وینا، په ماشومانو کې د سرطان عام ډولونه د وینې سرطان یا لوکیمیا، د مغزو تومورونه او د بدن د نورو غړو ځینې تومورونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان معلومات ښيي چې په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې، چې د سرطان د تشخیص او درملنې اسانتیاوې په پراخه کچه شته، له ۸۰ سلنې زیات ماشومان له دې ناروغۍ رغېږي.

خو په ډېرو ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې د روغېدو کچه تر ۳۰ سلنې هم ټیټه ده.

دغه سازمان د دې توپیر له مهمو لاملونو څخه د ناروغۍ ناوخته تشخیص، د روغتیايي اسانتیاوو کمښت، درملنې ته محدود لاسرسی او د درملنې نیمګړې پاتې کېدل یادوي.

د ماشومانو د سرطان ډېری پېښې څرګند لامل نه لري، خو ځینې ارثي او جنیټیکي عوامل او د زیان رسوونکو وړانګو لوړې کچې ته مخامخ کېدل د سرطان د ځینو ډولونو له خطر سره تړاو لرلای شي.

ډاکټران وايي، که څه هم د ماشومانو د سرطان د ټولو ډولونو درملنه یو شان نه ده، خو په ګڼو مواردو کې پر وخت تشخیص او مناسبې درملنې د ماشومانو د روغېدو امکانات زیاتولای شي. دوی له کورنیو غواړي چې د ماشومانو اوږدمهاله یا غیرعادي روغتیايي نښې له پامه ونه غورځوي او د اړتیا پر مهال یې متخصصو ډاکټرانو ته ورسوي.