امریکا ته له روسیې د ډیزلو د واردولو په اړه د ځینو امریکايي قانون جوړوونکو خبرداری

ارشیف، د امریکا کانګرس د استازو جرګه

د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو یو شمېر قانون جوړوونکو، امریکايي بانکونو، د بندرونو مسؤلینو او د سونګ توکو د صنعت اړوند ادارو ته خبرداری ورکړی چې له روسیې څخه د ډیزلو د واردولو لپاره د اسانتیا په برابرولو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

دوی ویلي چې دا ډول اقدامات ښايي د کانګرس د څېړنو او قانوني تعقیب لامل شي.

دا خبرداری د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ له هغې پرېکړې سره تړاو لري چې له روسیې څخه‌یې د سونګ توکو پر واردولو محدودیتونه نرم کړي دي.

دغو قانون جوړونکو د امریکا د لویو بانکونو اجرائیوي مشرانو او د یو شمېر بندرونو مسؤلینو ته په استول شویو لیکونو کې خبرداری ورکړی چې له روسیې څخه د ډیزلو واردول ښايي له فدرال قوانینو سرغړونه وي او اړوند شرکتونه له مدني او جزايي قانوني مسؤلیتونو سره مخامخ کړي.

دوی همدارنګه ویلي چې د دغو وارداتو له لارې روسیې ته د عوایدو برابرېدل له مسکو سره مرسته کوي چې د اوکراین پر وړاندې خپله جګړه تمویل کړي او دا کار د امریکا د ملي امنیت په اړه اندېښنې راپاروي.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د یوې هوکړې خبر ورکړ.

ارشیف، د روسیې د نفتو یوه ذخیره

د دې هوکړې له مخې، روسیه به امریکا ته سلګونه زره مټریک ټنه ډیزل صادر کړي او ټاکل شوې چې په راتلونکو میاشتو کې نورې جوپې هم ورولېږدول شي.

د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې، دغه لیکونه د روسیې په وړاندې د امریکا د حکومت د پالېسۍ پر سر د سیاسي او حقوقي اختلافونو د یوې نوې جبهې د رامنځته کېدو ښکارندويي کوي.

که ډیموکراتان د نومبر په منځ‌مهاله ټاکنو کې د کانګرس د یوې یا دواړو جرګو واک بېرته ترلاسه کړي، ښايي د پراخو څېړنو د ترسره کولو واک هم ترلاسه کړي.

قانون جوړوونکو په خپلو لیکونو کې ویلي دي: "امریکا ته له روسیې څخه د ډیزلو هر ډول واردات مهمې حقوقي پوښتنې راپورته کوي او ښايي د قانوني اقداماتو او د کانګرس د څېړنو لامل شي."

د خپرو شویو راپورونو او د بېړیو د تګ راتګ د څارنې د معلوماتو له مخې چې قانون جوړوونکو ورته اشاره کړې، ښايي د روسیې د ډیزلو لېږدوونکې بېړۍ د اکټوبر له وروستیو ورځو څخه امریکا ته ورسېږي.

د دې اختلاف اصلي موضوع دا ده چې ایا د امریکا د حکومت له‌خوا د وارداتو لپاره صادر شوی جواز د کانګرس له لوري له لګول شویو محدودیتونو سره سمون لري او که نه؟

د امریکا حکومت ټینګار کوي چې اقدام‌یې قانوني دی او د دغه هېواد د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې له پخوانیو پرېکړو سره سمون لري.

دغه اداره د امریکا د بندیزونو د پلي کولو او څارنې مسؤلیت لري.

کارپوهان وايي، دا خبرداري ښايي د امریکا د حکومت پلانونه له ستونزو سره مخامخ کړي، که څه هم صادر شوی معافیت د اجرائیه قوې د مقرراتو له مخې د بندیزونو د سرغړونې خطر راکموي.

سپینې ماڼۍ د قانون جوړوونکو دغه اقدام سیاسي انګېزه بللې او رد کړی یې دی.

کارپوهان وايي، دا خبرداري ښايي د امریکا د حکومت پلانونه له ستونزو سره مخامخ کړي، که څه هم صادر شوی معافیت د اجرائیه قوې د مقرراتو له مخې د بندیزونو د سرغړونې خطر راکموي.

د راپور له مخې، د دې موضوع احتمالي پایلې یوازې د ډیزلو تر هغو جوپو نه‌محدودېږي چې ټاکل شوې ژر امریکا ته ورسېږي.

بانکونه او نور منځګړي شرکتونه ښايي د کانګرس له‌خوا د احضارېدو، د شهادت ورکولو د غوښتنو او په راتلونکي کې له حقوقي ننګونو اندېښنه ولري، ان که په دې باور هم وي چې د امریکا د خزانې وزارت د جواز له مخې دغه سوداګري قانوني ده.

له همدې امله، ښايي د ډیزلو ځینې جوپې د امریکا د لویې وچې نورو هېوادونو ته بیا وپلورل شي، هغو هېوادونو ته چې لا هم د سونګ توکو غوښتنه په‌کې لوړه ده.

روسیې د اکټوبر په نهمه د ټرمپ له‌خوا د دغې هوکړې له اعلان وروسته، هغه تأیید کړه.

په دې اړه نور:

ټرمپ: له ایران سره جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي

ولسمشر ټرمپ ویلي و چې مسکو به په لومړي پړاو کې له ۳۰۰ زره مټریک ټنو څخه زیات ډیزل امریکا ته وسپاري.

ورپسې به په نومبر میاشت کې ۵۰۰ زره مټریک ټنه نور او په بل پړاو کې یو میلیون مټریک ټنه ډیزل صادر کړي.

هغه زیاته کړې وه چې روسیه د خپلو تېلو د تصفیه‌خانو د وضعیت په پام کې نیولو سره، درې میلیونه مټریک ټنه نور ډیزل هم صادرولی شي.

دا صادرات ښايي روسیې ته اضافي عواید برابر کړي، خو حقوقي ناڅرګندتیاوې ممکن یو شمېر امریکايي پېرودونکي د روسیې د ډیزلو له پېرلو څخه په شا کړي او دغه صادرات نورو بازارونو ته واړوي.