که څه هم په وروستیو ورځو کې د پخوا بند پاتې شویو سوداګریزو توکو د لېږد اجازه ورکړل شوې، خو د بلوچستان سوداګر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي سوداګري لا نه ده بېرته پیل شوې.
د دوی په وینا، اوسمهال یوازې هغو باروړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې توکي یې د اکتوبر له ۱۶مې مخکې پېرل شوي وو. سوداګر وايي، له دې نېټې وروسته یې له ایران څخه د نویو توکو پېرل درولي، ځکه پاکستان ته د هغو د واردولو لپاره اړین بانکي اسناد نه شي برابرولای.
د بلوچستان د مایع ګازو د لېږدونکو موټرو د ټولنې مشر سید عتیقالله آغا ازادۍ راډیو ته وویل چې د پاکستان پر سرحد شاوخوا ۱۲۰۰ د ګازو لېږدونکي ټانکرونه او سلګونه نور باروړونکي موټر ولاړ دي.
د هغه په وینا، د ایران پر لوري هم زرګونه باروړونکي موټر بند پاتې دي چې په ځینو کې یې ژر خرابېدونکي خوراکي توکي بار دي.
نوموړی وايي، سوداګرو ته د میلیاردونو روپیو په ارزښت مالي زیان اوښتی او د هغو شاوخوا اوو زرو د ګازو ټانکرونو برخلیک هم نه دی معلوم چې توکي یې د اکتوبر له ۱۶مې وروسته پېرل شوي وو.
هغه زیاته کړه چې د ګازو ترڅنګ د قیر، پلاستیکي خامو موادو، کنځلو او نورو خوراکي توکو سوداګري هم اغېزمنه شوې ده.
سید عتیقالله آغا ازادۍ راډیو ته وویل: «د سوداګرو ډېرې پیسې بندې پاتې دي او سوداګر سخت اغېزمن شوي دي. له ایران څخه قیر، د پلاستیک دانې، کنځلې او نور خوراکي توکي هم راځي چې دا ټول اوس اغېزمن شوي او زموږ ټرانسپورټ هم په ټپه ولاړ دی.»
د سوداګرو ډېرې پیسې بندې پاتې دي او سوداګر سخت اغېزمن شوي دي.سید عتیقالله آغا، د بلوچستان د مایع ګازو د لېږدونکو موټرو د ټولنې مشر
د پاکستان او ایران ترمنځ په سوداګرۍ کې اوسنی ځنډ وروسته له هغه پیل شو چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د اکتوبر په ۱۶مه د وارداتو د اسنادو په اړه خپله پخوانۍ پرېکړه لغوه کړه.
دغه وزارت د اکتوبر په درېیمه له ایران څخه د توکو د واردولو لپاره د الکترونیکي وارداتو فورمې یا (EIF) او اړوندو بانکي اسنادو له برابرولو څخه د ۴۵ ورځو لپاره استثنا ورکړې وه.
ټاکل شوې وه چې دغه استثنا د نومبر تر ۱۶مې دوام وکړي، خو وزارت د اکتوبر په ۱۶مه په یوه بله خبرتیا کې دا پرېکړه په سمدستي توګه لغوه کړه.
له دې سره له ایران څخه د توکو د واردولو لپاره د الکترونیکي فورمې او بانکي اسنادو برابرول بېرته لازمي شول.
سوداګر وايي، پر ایران د نړیوالو مالي بندیزونو له امله د دواړو هېوادونو د بانکونو ترمنځ د پیسو لېږد له ستونزو سره مخ دی او له همدې کبله د وارداتو اړین اسناد نه شي برابرولای.
دوی وايي، د همدې ستونزې له امله یې د نویو توکو واردول درولي او ګڼې سوداګریزې محمولې پر پوله بندې پاتې دي.
په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم هم د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ایران پاکستان ته د توکو، د مایع ګازو په ګډون، پر صادراتو کوم بندیز نه دی لګولی.
نوموړي ویلي چې د ایران پولې پرانیستې دي، خو د پاکستان له خوا د وارداتو د الکترونیکي فورمې په څرنګوالي کې بدلونونو د دواړو هېوادونو سوداګري له ستونزو سره مخ کړې ده.
د هغه په وینا، د دغې ستونزې د هواري لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي. بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان ویلي چې هېواد یې د نړیوالې ټولنې د یوه مسوول غړي په توګه د کورنیو او نړیوالو قوانینو له مخې پر ایران د پلي کېدونکو بندیزونو رعایت ته ژمن دی.
هغه په دې اړه چې ایا د سوداګرۍ ځنډ له نړیوالو فشارونو سره تړاو لري، څرګند ځواب نه دی ورکړی. د ایران چارواکو هم ویلي چې د دوی له لوري د سوداګرۍ پر وړاندې کوم نوی بندیز نه دی لګول شوی.
خو د بلوچستان د اعلی وزیر ځانګړي سلاکار شاهد رند د سرحدي لارو د لنډمهالي تړل کېدو لامل امنیتي اندېښنې، د قاچاق مخنیوی او د سرحدي چارو د تنظیم ښه کول بللي دي.
نوموړي ویلي چې دغه اقدامات لنډمهالي دي او تمه لري چې سوداګریز فعالیتونه بېرته عادي شي.
د کوټې د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانی مشر محمد ایوب مریاني وايي، د پاکستان او ایران ترمنځ سوداګري د بلوچستان د ګڼو اوسېدونکو د عاید مهمه سرچینه ده.
هغه ازادۍ راډیو ته وویل چې پاکستان له ایران څخه د شاوخوا دوه نیم میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي واردوي او نږدې یو میلیارد ډالره صادرات ورته لري.
د نوموړي په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د غیررسمي سوداګرۍ ارزښت هم شاوخوا دوه میلیاردو ډالرو ته رسېږي.
مریاني ادعا کوي چې د سرحدي سوداګرۍ ځنډ په بلوچستان کې شاوخوا ۱۵ لکه کسان، چې له دې سوداګرۍ سره نېغ په نېغه تړاو لري، اغېزمن کړي دي.
هغه اندېښنه څرګندوي چې د سوداګرۍ دوامدار ځنډ به په بلوچستان کې، چې له وړاندې له اقتصادي او امنیتي ستونزو سره مخ دی، د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړي.
نوموړي په ځانګړي ډول د مایع ګازو د کمښت او د بیو د لوړېدو په اړه اندېښنه وښوده.
هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «ناامني به زیاته شي، پر سرحد به ستونزې ډېرې شي، په ځانګړې توګه د ګازو ستونزه. په یخ موسم کې موږ په ورځني ډول له اوو تر اتو زرو ټنو او په اوړي کې له پنځو تر شپږو زرو ټنو پورې مایع ګازو ته اړتیا لرو.»
د سوداګرو په وینا، پاکستان د خپلو مایع ګازو د اړتیا یوه مهمه برخه له ایران او نورو هېوادونو څخه واردوي او د وارداتو ځنډ ښايي په بازار کې د دغو ګازو پر بیو هم اغېز وکړي.
د بلوچستان د مایع ګازو د لېږدونکو موټرو د ټولنې مشر سید عتیقالله آغا وايي، سوداګرو د ستونزې د هواري لپاره د پاکستان له مرکزي چارواکو سره کتلي، خو تر اوسه یې د سوداګرۍ د بشپړ بېرته پیلېدو په اړه ډاډ نه دی ترلاسه کړی.
هغه وویل: «موږ له هغوی، یعنې حکومت څخه دا وخت ناامیده یو. نړیوال وضعیت هم سم نه دی، نو اوس مهال هیله نه لرو چې دا لارې دې ژر بېرته پرانیستل شي او د چارواکو له لوري هم کوم ډاډ نه دی راکړل شوی.»
د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ دا ستونزې داسې مهال رامنځته شوې دي چې په منځني ختیځ کې جګړو، پر ایران نړیوالو بندیزونو او د سیمې امنیتي وضعیت پر سوداګریزو او مالي اړیکو فشار زیات کړی دی.
که څه هم د پخوا بند پاتې شویو ځینو توکو لېږد بېرته پیل شوی، خو سوداګر وايي، تر هغو چې د وارداتو د بانکي اسنادو ستونزه هواره نه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ عادي سوداګري به له خنډونو سره مخ وي.