کارپوهان وايي د افغانستان د تریاکو تولید ګاونډیو ته لیږدول شوی

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د ۲۰۲۶ کال د نوو کوکنارو کرکیلو سپوږمکۍ انځورونه. انځور: السیز

په افغانستان کې د تریاکو تولید چې له ډېرې مودې راهیسې په نړۍ کې په لوړه کچه وه، په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له خوا پر نشه یي توکو د بندیزونو له لګولو وروسته په چټکۍ سره کم شوی دی. خو طالبان ونه توانیدل چې د کوکنارو کرکېله په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د سپوږمکۍ د انځورونو او له سیمه ییزو بزګرانو سره د مرکو پر بنسټ په وروستیو کلونو کې د پاکستان په سویل لویدیځ بلوچستان ایالت او د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان په ولایت کې چې دواړه له افغانستان سره ګډه پوله لري د کوکنارو کرکېله په تدریجي ډول زیاته شوې ده.

په بریتانیا کې مېشت د افغانستان د نشه یي توکو د صنعت په اړه یوه لوړ پوړي کارپوه ډیویډ مینزفیلډ ازادې اروپا/ ازادي راډیو ته وویل: «پر نشه یي توکو د طالبانو بندیز په سیمه کې د بې ثباتۍ له زیاتوالي سره یوځای د پاکستان په بلوچستان او د ایران په ځینو برخو کې د کوکنارو د کرکېلې د پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.»

پر نشه یي توکو د طالبانو بندیز په سیمه کې د بې ثباتۍ له زیاتوالي سره یوځای د پاکستان په بلوچستان او د ایران په ځینو برخو کې د کوکنارو د کرکېلې د پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.
ډیویډ مینزفیلډ، په بریتانیا کې مېشت د افغانستان د نشه یي توکو د صنعت کارپوه

کارپوهان خبرداری ورکوي چې ښايي په ۲۰۲۷ کال کې د افغانستان پولو ته څيرمه په ایران او پاکستان کې د کوکنارو د کرکېلې زیاته شي.

د دوی په وینا، دا کار کولای شي په نړیوالو بازارونو کې د هیرویینو عرضه زیاته کړي، د وسله والو ډلو لپاره عاید رامنځته او تاوتریخوالی لا پسې ډېر کړي.

داسې ښکاري چې بلوچستان د افغانستان، پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د کوکنارو د کرکېلې په اصلي مرکز بدل شوی دی.

بلوچستان چې د پاکستان تر ټولو لوی او بې وزله ایالت دی، له لسیزو راهیسې د بیلتون غوښتونکو او نورو وسله والو ډلو د پاڅونونو او بریدونو شاهد دی.

په دې ایالت کې تر ډیره بلوڅ اقلیتونه اوسیږي او په وروستیو کلونو کې په دې ایالت کې تاوتریخوالی زیات شوی او وسله والو ډلو د حکومت پر وړاندې جګړه ګړندۍ کړې ده.

اسلام اباد په دغه هېواد کې د کوکنارو د کرکېلې په اړه راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې هر ډول موندل شوې د کوکنارو کرکېله له منځه وړل شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت او د بلوچستان ایالتي حکومت په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو پر وړاندې مبارزې دفتر اټکل کړی چې په پاکستان کې د تریاکو تولید لا هم خورا لږ او د پام وړ نه دی.

خو د بریتانیا د «السیز» شرکت چې د سپوږمکۍ د انځورونو په تحلیل کې تخصص لري په چمتو شوي انځورونه او له سیمه ییزو بزګرانو سره مرکې ښيي چې د کوکنارو کرکېله په ټول بلوچستان کې پراخه ده او ورځ تر بلې پراخېږي.

په وروستیو کلونو کې د ایران په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د کرکېلې د زیاتوالي راپورونه ورکړل شوي دي چې په دې کې په ختیځ کې خراسان رضوي، په لویدیځ کې کرمانشاه او لرستان، او په سویل کې فارس ولایتونه شامل دي.

سیستان او بلوچستان چې د ایران یو له لویو او بې وزلو ولایتونو څخه دی، لا هم د دغه هېواد د تریاکو د تولید اصلي مرکز پاتې دی.

داسې ښکاري چې په ۲۰۲۶ کال کې اخیستل شوي سپوږمکۍ انځورونه د دې ولایت په ځینو برخو کې د کوکنارو پراخه کرکېله ښيي؛ په ډېرو مواردو کې د ځمکې پراخې برخې په ځانګړې توګه د دې بوټي د کرلو لپاره ځانګړې شوې دي.

ایراني چارواکي چې د فبرورۍ له وروستیو راهیسې له متحده ایالاتو او اسراییلو سره په شخړه کې ښکېل دي تر ۲۰۲۶ کال پورې د کوکنارو د کرکېلې په له منځه وړلو کې پاتې راغلي او یا یې نه دي غوښتي چې دا کار وکړي.

دې وضعیت د کروندګرو باور پیاوړی کړی چې خپل کار ته دوام ورکړي. د سیستان او بلوچستان ولایت د بیلتون غوښتونکو ډلو او وسله والو کسانو لخوا د یاغیتوب د زیاتوالي شاهد پاتې شوی دی.

په دې ولایت کې بلوڅ اقلیت چې له اوږدې مودې له حکومت ناخوښه دی اوسیږي. د کارپوهانو په خبره، په داسې حال کې چې په ایران کې جګړه دوام لري، د هېواد اقتصاد د سقوط په درشل کې دی او دولتي چارواکي پر نورو مسایلو تمرکز کوي، تمه کیږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به په ایران کې د کوکنارو کرکېله نوره هم زیاته شي.

کارپوهان وايي چې د ایران، پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د نشه یي توکو د تولید زیاتوالی په دې سیمو کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي نښه او لامل دواړه دي. په افغانستان کې د طالبانو لخوا د بندیز سره سره، داسې ښکاري چې د کوکنارو کرکېله بیا د زیاتوالي په حال کې ده.

دا موضوع د تریاکو په نړیواله سوداګرۍ کې د افغانستان دوامداره اهمیت په ګوته کوي. د تریاکو تولید تر ډېره په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې متمرکز دی. اټکل کیږي چې د افغانستان د تریاکو شاوخوا نیمایي تولید له همدې ولایت څخه ترلاسه کیږي. یو شمېر سویل لویدیځ ولایتونه هم د تریاکو د تولید مهمې سیمې ګڼل کیږي.