د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې د افغان څانګې مرستیال، محمد یونس مومند ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري شاوخوا ۹۵ سلنه کمه شوې ده.
مومند وايي: «اوس له پاکستان سره هېڅ سوداګري نه لرو. د پاکستان له لارې زموږ ترانزیتي سوداګري او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستان د توکو لېږد هم یومخ درېدلی دی.»
ده آزادي راډیو ته همداراز وویل: «دا تاوان تر هغې اندازې چې موږ یې اټکل کوو، ډېر دی ځکه چې افغانستان ته د پاکستان سوداګري او د افغانستان له لارې د پاکستان ترانزیت سل په سلو کې کم شوي دي، پخوا د منځنۍ اسیا ټولو هېوادونو ته د دوی تازه مېوه، او نور ضروري مواد د افغانستان له لارې تلل، افغانستان د دوی لپاره تر ټولو نژدې او اسانه لار وه خو هر څه یې صفر ته راوستل.»
په همدې حال کې د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان د سوداګرۍ د پراختیا ادارې د شمېرو له مخې، چې د اګست د میاشت کې یې خپرې کړي، د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ مالي کال پرتله له تېر مالي کال سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۹۵ سلنه کمه شوې ده.
د دې ادارې د شمېرو له مخې، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ۲۰۲۵-۲۰۲۶ مالي کال کې ۳۵۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال کې یې ارزښت ۱.۳ میلیارد ډالرو ته رسېده. دا د سوداګرۍ شاوخوا ۷۴ سلنه کموالی ښيي.
پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۲مه، د پاکستاني ځواکونو او د طالبانو ترمنځ له خونړیو نښتو وروسته، له افغانستان سره خپلې مهمې لارې بندې کړې.
د روان کال په سپټمبر کې د پاکستان حکومت ویلي و، چې که طالبان له افغانستانه د فعالیت کوونکو وسلهوالو ډلو پر وړاندې اقدامات وکړي، نو اسلاماباد چمتو دی چې لارې بېرته پرانیزي.
خو د طالبانو حکومت د تېر کال د اکتوبر له سختو نښتو وروسته اعلان وکړ چې که پاکستان لارې هم پرانیزي، دوی به یې تر هغو خلاصې نه کړي چې پاکستان تضمین نه وي ورکړی چې بیا به سوداګري او راکړه ورکړه له سیاسي مسلو سره نه تړي.
د لارو تړل کېدو د پاکستان پر صنعتونو هم منفي اغېز کړی، په ځانګړې ډول د درملو پر صنعت. ډان ورځپاڼې د پاکستان د احصایې ادارې د شمېرو په حواله راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ مالي کال په لومړۍ ربع کې د پاکستان د درملو صادرات ۲۵.۵۳ سلنه کم شوي دي. د راپور له مخې، د دې کموالي یو مهم لامل له افغانستان سره د سوداګرۍ ګډوډېدل دي.
محمد یونس مومند ویلي، د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې ومومي، خو په وینا یې، پاکستاني سوداګر زیانمن شوي دي.
هغه زیاته کړې: «زما په اند، پاکستاني سوداګرو د افغانستان د ۴۰ میلیونه وګړو بازار له لاسه ورکړی او لا هم یې له لاسه ورکوي.»
پاکستاني سوداګرو د افغانستان د ۴۰ میلیونه وګړو بازار له لاسه ورکړی او لا هم یې له لاسه ورکويمحمد یونس مومند، د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او صنایعو خونې د افغان څانګې مرستیال
د ایکو د سوداګرۍ خونو پخواني رییس او اقتصادپوه، اذرخش حافظي آزادي راډیو ته ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ درېدا نه د افغانستان او نه د پاکستان په ګټه ده خو دې ته په کتو چې پاکستان نسبت افغانستان ته ډېر صادرات لرل، د سوداګري راکړو ورکړو درېدا د پاکستان لپاره لا ډېر تاوان لري.
حافظي زیاته کړې، پاکستاني صنعتونه نه یوازې د افغانستان بازار ته خپل توکي صادروي، بلکې د افغانستان له لارې یې منځنۍ اسیا ته هم لېږي.
د هغه په وینا، د پاکستان له لارې د افغانستان د صادراتو ارزښت شاوخوا یو میلیارد ډالرو ته رسېده او پاکستان په ۲۰۲۴ کال کې د افغان محصولاتو له سترو بازارونو څخه و، چې د افغانستان صادرات ورته ۶۵۹ میلیوه ډالرو ته رسېدلي وو.
هم حافظي او هم مومند هیله ښودلې چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ روان کړکېچ ژر پای ته ورسېږي.