د هنرمند په ورځ د پخوانیو افغان هنرمندانو کورنۍ د ملاتړ او یادونې له نشتوالي ګیله کوي

انځور له ارشیف څخه

نن د اکتوبر ۲۵مه په ډېرو هېوادونو کې د هنرمند د ورځې په توګه نمانځل کېږي. په داسې حال کې چې په نړۍ کې د هنرمندانو ملاتړ او یادونه کېږي، د یو شمېر پخوانیو افغان هنرمندانو کورنۍ ګیله لري چې ددوی قدرداني نده شوي

د مشهور پخواني سندرغاړي بادام ګل منور زوی، سندرغاړی رضوان منور، دی. وايي په ژوندون یې د پلار ډېر قدر و، خو تر مرګ وروسته دوی سره په دولتي کچه ان چا غم‌شریکي هم ونه کړه: «زما د والد صیب په اړه، هغوی تقریباً ۵۰ تر ۶۰ کاله افغاني موسیقۍ ته خدمت وکړ، خو دولتي رسنۍ چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر کنټرول لاندې وې یا هم نورو اړوندو ادارو یوه هم زمونږ تر کوره رانغله چې مونږ سره غم‌شریکي وکړي، دا لویه بدبختي ده.»

بادام ګل منور په ۱۳۷۲ لمریز کال کې د شپېته کلنۍ په عمر د ناروغۍ له امله وفات او مړی یې په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو. د بل افغان پېژندل شوي سندرغاړي ایوب د کورنۍ یو غړی، بکتاش انګار، هم ورته خبره کوي: «ایوب استاد چې ژوندی و، په وروستیو کې ناروغ و، چا یې پوښتنه او درملنه ونه کړه، او چې مړ شو هم د دولت یا حکومت له خوا یې فاتحه وانخیستل شوه او نه کومه غونډه پرې جوړه شوې.»

ایوب استاد چې ژوندی و، په وروستیو کې ناروغ و، چا یې پوښتنه او درملنه ونه کړه، او چې مړ شو هم د دولت یا حکومت له خوا یې فاتحه وانخیستل شوه.
بکتاش انګار، د سندرغاړي ایوب د کورنۍ غړی

سندرغاړی ایوب چې د استادۍ رسمي لقب یې نه درلود، خو خلکو له مینې ایوب استاد باله، د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې د نوي کلنۍ په عمر وفات او دا هم په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو.

نن د اکتوبر ۲۵مه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د هنرمند د ورځې په توګه نمانځل کېږي، او د دوی او هنر څخه یې ستاینه او نمانځنه کېږي، خو د یو شمېر پخوانیو افغان هنرمندانو کورنۍ ګیله لري چې د هنرمندانو د زړښت او ناتوانۍ پر مهال د هغوی ملاتړ او له مړینې وروسته یې یاد او ستاینه نه کېږي او هېرې ته سپارل کېږي.

دوی وايي، دا ستونزه له ډیر پخوا راهیسې موجوده ده.

د تېر جمهوري نظام د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند محمد صابر مومند بیا دا خبره ردوي، وايي د هنرمندانو ملاتړ او ستاینه، د مسوولو نظامونو دنده ده:

«د تېر جمهوري نظام بېخي ډېرې بېلګې په دې تړاو موجودې دي، د دوی نمانځنه، د دوی پالنه، د دوی د هنر قدرونه، دا ټول شوي دي. کله چې نظامونه مسوول، ولسواک او ځواب ورکوونکي نه وي، او استبدادي وي، له هغوی څخه دا تمه هم نه شي کېدای.»

خو په راپور کې مرکه شوي کسان ادعا کوي، چې دا یادونه او نمانځنه د ګوتو په شمېر څو کسانو ته محدوده وه.

د یادونې ده چې اوس په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې په یو شمېر هنرونو لکه موسیقۍ او مجسمه جوړونې بندیز دی او ځینې نور بیا ډېر محدود شوي دي، چې له امله یې ډېری افغان هنرمندان له هېواده وتلو ته اړ شوي دي.

خو یو شمېر چې لا هم په دغه هېواد کې ژوند کوي، مخکې یې ازادي راډیو سره خبرو کې ویلي چې له شدیدو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د موسیقۍ د انستیتوت مشر احمد ناصر سرمست، چې دا بنسټ له پرتګال څخه فعالیت کوي، وايي، افغانستان کې د هنرمندانو د ملاتړ لپاره لازم حقوقي بسترونه نشته، چې باید موجود وای.

ده وړاندې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

«دلته لازم حقوقي بسترونه شته، هغه کسان کوم چې په موسیقۍ، تیاتر، سینما یا د بل هنر په صحنه کې موجود دي، له دوی ملاتړ کېږي، خو په افغانستان کې داسې څه نه وو، او دا اوس هم نشته. نو د لازمو حقوقي بسترونو نه شتون له هغو اساسي ستونزو څخه دي، چې له امله یې هنرمند د خپل هنري ژوند پر مهال عادلانه ګټه نه شي درلودای، چې د هغه ژوند د کار پر مهال، زړښت او هم له هغه وروسته تضمین کړي، داسې چې نسلونه یې هم له ګټې مستفید شي.»

د فرهنګي چارو فعالان وايي، د یوه هنرمند کیسه یوازې د هغه د شخصي ژوند کیسه نه ده؛ بلکې د ټولنې د فرهنګي تاریخ یوه برخه هم ده.

له دې ډلې موسی رادمنش په دې نظر دی چې هنرمندان باید هېڅ وخت هېرېدو ته ونه سپارل شي، هم په ژوندوني او هم له ژوند وروسته.

دا زیاتوي چې د هنرمندانو له مړینې وروسته هم باید له اثارو سره یې مینه او ورنه زده کړه وشي:

«له اثارو یې الهام اخلو، ورنه زده کړه کوو، هغوی که په فزیکي ډول له مونږ سره نشته، خو د خپلو تلپاتې اثارو پر مټ له مونږ سره دي، خیالونو او خوبونو کې مو دي، زمونږ په فکري نوښتونو کې دي، کوم چې د عامه افکارو د جوړولو او راویښولو لپاره یې رامنځته کوو، هغوی هېڅ وخت له مونږ لرې نه دي.»