د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزارت د امریکا د پخواني دیپلومات زلمي خلیلزاد هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکي اسلاماباد د طالبانو د حکومت او د هغوی د ملاتړو وسلهوالو ډلو پر ضد د جګړې لپاره پخواني افغان پوځیان په وسلو سمبالوي. دغه وزارت دا ادعاوې بېبنسټه او د ناسمو معلوماتو خپرول بللي دي.
دغه وزارت د شنبې په ورځ په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد عملیات د هغو وسلهوالو ډلو پر ضد دي چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې فعالیت کوي او د پاکستان د وګړو امنیت ګواښي. دغه وزارت هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکي پاکستان په افغانستان کې د جګړې لپاره افغانان ګوماري یا د وسلهوالو ډلو ملاتړ کوي.
تر دې مخکې د طالبانو حکومت هم پاکستان تورن کړی و چې په چترال کې یې د طالبانو مخالفو وسله والو ډلو ته کمپونه جوړ کړي او د اسد په میاشت کې د بدخشان په زیباک ولسوالي او تېره میاشت د نورستان په کامدېش ولسوالي کې د بریدونو لپاره وسله وال د پاکستان له خاورې ورغلي وو.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې «د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ممکن په هغو راپورونو پسې لا ترینګلې شي چې وايي پاکستان افغانان راټولوي او په وسلو یې سمبالوي.»
ده همداراز لیکلي چې ګڼ راپورونه شته چې پاکستان غواړي افغانانو ته وسلې ورکړي چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد وجنګېږي.
نصرالله ستانکزی: پاکستان پخوا د افغانستان د مختلفو حکومتونو پر ضد مختلف ګروپونه مسلح کړي او افغانستان ته استولي، اوس به هم پاکستاني مقامات د طالبانو مخالفې ډلې که هغه پخواني پوځیان وي او که نور افراد وي؛ د هغوی په تجهیز او تمویل کې مرسته کوي
د افغانستان پرزول شوي جمهوري حکومت هم پر پاکستان تور لګاوه چې د افغان طالبانو مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي خو پاکستان به یې تورونه ردول.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پخوانی استاد پوهاند نصرالله ستانکزی، وايی، پاکستان پخوا هم دا کار کړی نو دا احتمال نه شي ردولی چې پاکستان له طالبانو څخه د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره پر هغوی د فشار لپاره داسي کار وکړي:
«پاکستان پخوا د افغانستان د مختلفو حکومتونو پر ضد مختلف ګروپونه مسلح کړي او افغانستان ته استولي، اوس به هم پاکستاني مقامات د طالبانو مخالفې ډلې که هغه پخواني پوځیان وي او که نور افراد وي؛ د هغوی په تجهیز او تمویل کې حتماً مرسته کوي او غواړي به چې طالبان تر فشار لاندې راولي او په افغانستان کې خپلو هدفونو ته ورسېږي.»
خو له بلې خوا پاکستان وايي چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په شمول د دوی وسله والو مخالفانو ته پناه ورکړې او د افغانستان له خاورې په استفادې په پاکستان کې بریدونه کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزارت ویلي د ملګرو ملتونو د څارونکو ډلو پرلهپسې راپورونه د دوی دا ادعا ثابتوي او په دغو راپورونو کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان )ټيټيپي) او القاعدې په ګډون د وسلهوالو ډلو د حضور او فعالیتونو یادونه شوې ده.
دغه وزارت زیاته کړې چې پر پاکستان تورونه لګول د طالبانو د حکومت پام له دې مسوولیته اړولی شي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره ونه کارول شي.
په همدې حال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي و چې د پاکستان پوځي او استخباراتي چارواکو د هغو وسلهوالو ډلو له مشرانو سره اړیکې نیولې دي چې د افغان طالبانو مخالفې دي، څو د اسلاماباد او کابل ترمنځ د پوځي او امنیتي ترینګلتیاوو د زیاتېدو په ترڅ کې ورسره د مرستې وړاندیز وکړي.
ورځپاڼې د پاکستان د یوه استخباراتي چارواکي، د یوه پخواني امنیتي چارواکي او د طالبانو د یوې مخالفې ډلې د غړي په ګډون د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې په دغو خبرو کې له وسلهوالو ډلو سره د مرستې پر بېلابېلو لارو چارو بحث شوی دی. خو لا روښانه نه ده چې پاکستاني چارواکو په دې اړه د عملي اقدام وروستۍ پرېکړه کړې ده که نه.