د ایران مرکزي بانک: د ټرمپ د دورې تر پایه په کافي اندازه د بهرنیو اسعارو زېرمې لرو

د ایران مرکزي بانک

ایران ادعا کوي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کاري دورې تر پایه، د امریکا د اقتصادي فشارونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا لري.

د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي د جمعې په ورځ د (اکټوبر ۲۳مه) پر خپل ټلګرام ادعا کړې چې ایران د ولسمشر ډونالد ټرمپ د کاري دورې تر پایه د وارداتو د لګښتونو د پوره کولو لپاره په کافي اندازه د بهرنیو اسعارو زېرمې لري.

د همتي په ټکو، د ایران د مرکزي بانک د اسعارو وضعیت ښه دی.

همتي په دې اړه جزئیات ورنه‌کړل چې اوس‌مهال د ایران په مرکزي بانک کې څومره بهرني اسعار شته.

د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي

د ایران د مرکزي بانک مشر په داسې حال کې په دې بانک کې په کافي اندازه د بهرنیو اسعارو د شتون خبره کوي چې په وروستیو کې په ایران کې د بهرنیو اسعارو او دې هېواد ته د توکو په وارداتو کې د کمښت راپورونه ورکړل شول.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان څه موده مخکې منلې وه چې پر ایران اقتصادي فشارونو د سوداګرۍ کچه نږدې ۳۵سلنه راښکته کړې ده.

د پزشکیان په خبره، دغو فشارونو تر ډېره پر وارداتو او صادراتو ناوړه اغېز کړی دی.

د امریکا د خزانې وزارت په وروستیو میاشتو کې په بهر کې د ایران پر بانکونو سربېره، پر دې هېواد ډېر شمېر اقتصادي بندیزونه ولګول.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ ویلي و چې له دې بندیزونو د واشنګټن هدف د ایران اقتصادي منزوي کول دي.

پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو سره هم‌مهاله د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې پورته تللي.

امریکايي وال سټریټ ژورنال ورځپانې د تېرې پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې په اسیايي اوبو کې د ایران پر تېلو له بندیزونو وروسته د ایران د تېلو صادرات تقربیاً صفر ته رسېدلي دي.

پر ایران د امریکا د اقتصادي بندیزونو سره هم‌مهاله د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې پورته تللي او د ایراني تومانو ارزښت هم د پخوا پرتله څو چنده راښکته شوی دی.