افغانستان کې د پولیو پېښې ۴۲ او پاکستان کې ۷ ته رسېدلې دي

انځور: AFP

په افغانستان او پاکستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د نویو پېښو ثبتېدلو د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په روان ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د پولیو ۴۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې پاکستاني روغتیايي چارواکو په خپل هېواد کې د اوو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیايي متخصصان وايي، د واکسین د کمپاینونو له دوام سره سره، په دواړو هېوادونو کې لا هم ماشومان د پولیو له خطر سره مخ دي او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ټولو ماشومانو ته پر وخت واکسین ورسېږي.

د خیبر پښتونخوا د جمرود اوسېدونکی اووه نیم کلن محمد عامر یو له هغو ماشومانو څخه دی چې کورنۍ یې وايي، په دې وروستیو کې له پولیو سره مخ شوی دی.د هغه پلار فرمان‌الله ازادۍ راډیو ته وویل چې زوی ته یې تر پنځه کلنۍ پورې د پولیو د واکسین په هر کمپاین کې څاڅکي ورکړي وو، خو بیا هم ناروغ شوی دی.

د نوموړي په وینا، د زوی خوله یې کږه شوې او د یوې سترګې په پټولو کې ستونزه لري.

هغه وویل: «موږ ځکه په تکلیف یو چې سترګه یې پټه کړې، یوه سترګه یې نه پټېږي او خوله یې هم کږه ده. موږ په تکلیف یو، ډاکټران وايي د دې اوس علاج نشته.»

یوه سترګه یې نه پټېږي او خوله یې هم کږه ده. موږ په تکلیف یو، ډاکټران وايي د دې اوس علاج نشته
په پولیو اخته ماشوم پلار

د فرمان‌الله په وینا، محمد عامر په تېره سپټمبر میاشت کې ناروغ شو او له هغه راهیسې یې کورنۍ د روغتیا په اړه اندېښمنه ده.

د پولیو د مخنیوي د برخې ډاکتر آفتاب کاکړ وايي، هغه ماشومان چې د بدن دفاعي سیستم یې کمزوری وي، د پولیو د ویروس له امله له زیاتو خطرونو سره مخ کېدای شي.

نوموړي ازادۍ راډیو ته وویل چې واکسین د پولیو د مخنیوي تر ټولو مهمه وسیله ده، خو د ماشومانو د بشپړ خوندیتوب لپاره اړینه ده چې د واکسین ټولې سپارښتل شوې دورې بشپړې شي.

هغه وویل: «هر هغه کوچنی چې کمزوری وي او مدافعتي نظام یې مضبوط نه وي، نو ویروس هغه ماشومان اغېزمن او معیوبه کوي.»

په پاکستان کې د پولیو د مخنیوي د بېړنیو عملیاتو د ملي مرکز د معلوماتو له مخې، د روان کال تر اکتوبر پورې د پولیو اووه پېښې ثبت شوې دي. له دغو پېښو پنځه په خیبر پښتونخوا او دوې په سیند ایالت کې موندل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د پولیو ۳۱ پېښې ثبت شوې وې. بلخوا، په افغانستان کې د روان کال د پولیو پېښې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۴۲ ته رسېدلی، په داسې حال کې چې تېر کال په ټول هېواد کې ۲۱ پېښې ثبت شوې وې.

د دې سازمان د وروستیو معلوماتو له مخې، تازه پېښې د کندهار، ننګرهار او کابل په ولایتونو کې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې د وحشي پولیو ویروس خپرېدل پکې لا هم نه دي درېدلي.

د پولیو د له منځه وړلو نړیوال نوښت (GPEI) وايي، دواړه هېوادونه د پولیو د خپرېدو له پلوه له یو بل سره تړلي دي او د خلکو تګ راتګ د دې لامل کېدای شي چې ویروس له یوې سیمې بلې ته انتقال شي.

روغتیايي متخصصان وايي، د ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي، د ماشومانو پرله‌پسې واکسینول او د پولیو د مشکوکو پېښو څارنه اړینه ده.

په همدې حال کې، پاکستاني چارواکو د پولیو ضد واکسین د نوي کمپاین د پیلولو خبر ورکړی دی. د پاکستان د پولیو د مخنیوي د بېړنیو عملیاتو د ملي مرکز د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې دا کمپاین د نومبر له دویمې تر اتمې نېټې پورې ترسره شي.

په دې کمپاین کې به د کراچۍ په ګډون د پاکستان په ۹۷ ولسوالیو کې له ۲۳ میلیونه او ۹۰۰ زرو زیاتو هغو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي.

دغه راز، د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د نومبر په دویمه په افغانستان کې هم د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شي. د کمپاین د پلان له مخې، په افغانستان کې به څه باندې لس نیم میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین ترلاسه کړي.

روغتیايي متخصصان ټینګار کوي چې پولیو یوه ساري ناروغي ده چې دایمي فلج رامنځته کولای شي او د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره یې واکسین دی. دوی له کورنیو غواړي چې خپلو ماشومانو ته د واکسین په هر کمپاین کې د پولیو ضد څاڅکي ورکړي او د ماشومانو د نورو سپارښتل شویو واکسینونو دورې هم بشپړې کړي.