امریکا په منځني ختیځ کې له خپلو پوځي اډو ځواکونه باسي او دیپلوماتان کموي

نیویارک ټایمز په یوه راپور کې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، لیکلي چې د امریکا او اسراییل پوځونو د امریکا له انتخاباتو وروسته پر ایران د حملو لپاره «مشخص پروګرامونه» چمتو کړي دي.

په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن له تهران سره خبرې نه کوي. هغه پرته له دې چې نور جزییات ورکړي، ویلي: «ډېر ژر به یو څه پېښ شي.»

ډېر ژر به یو څه پېښ شي.
ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر

این‌بي‌سي نیوز شبکې په یوه ځانګړي راپور کې ویلي چې د امریکا پوځ په تېرو څو ورځو کې په منځني ختیځ کې له خپلو پوځي اډو د ځواکونو د ایستلو بهیر پیل کړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت هم په سیمه کې خپلو څو دیپلوماتیکو استازولیو ته امر کړی، چې د کارکوونکو شمېر راکم کړي.

دې شبکې د چهارشنبې په ماښام، د اکتوبر پر ۲۱مه، د دوو امریکايي چارواکو او دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه اقدامات په سیمه کې د روانو امنیتي ګواښونو، په ځانګړي ډول د ایران د ګواښونو، په غبرګون کې ترسره کېږي.

د سرچینو په وینا، په اردن کې مېشت امریکايي سرتېري هم له هغو ځواکونو څخه دي چې ځایونه یې تغییر کړي دي. په دغه بهیر کې په قطر او کویت کې د امریکا پوځي اډې هم شاملې دي.

د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په منځني ختیځ کې خپلو څو دیپلوماتیکو استازولیو ته امر کړی، چې په لږ شمېر کارکوونکو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. په سعودي عربستان کې د امریکا سفارت هم د کارکوونکو د ایستلو په دې پرېکړه کې شامل دی او یوازې ضروري کارکوونکي به پکې پاتې شي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند تیموتي هاوکینز د دغه راپور په غبرګون کې ویلي چې د عملیاتي چمتووالي د ساتلو لپاره د ځواکونو او تجهیزاتو لېږد په منظم ډول ترسره کېږي، خو د امنیتي دلایلو له کبله یې جزییات نه شي خپرولی.

د امریکا حکومت تر دې وړاندې هم، له ایران سره د جګړې له پیل مخکې، د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې د ایران د غچ‌اخیستونکو بریدونو د مخنیوي لپاره له سیمه‌ییزو پوځي اډو خپل ډېری ځواکونه ایستلي وو.