افغانستان ته د روسیې، قطر او ترکیې د استخباراتي چارواکو پرلپسې سفرونو پوښتنې راپورته کړې دي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره په کابل کې؛ دا انځور له ارشیف څخه

د طالبانو حکومت د ځینو دغو بهرنیو چارواکو د سفر هدفونه دوه اړخیزې اړیکې او امنیتي همکارۍ یادې کړي. خو د چارو شنونکي بیا وایي، د روسیې، قطر او ترکیې د استخباراتو او امنیتي چارواکو وروستي سفرونه په سیمه کې د داعش ډلې په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د تشویشونو اړوند وو.

د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکین وروستی لوړپوړی چارواکی دی چې په ښکاره د روانې اکټوبر په ۱۴مه کابل ولاړ او هلته یې د طالبانو د حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق په ګډون ځینو چارواکو سره وکتل.

طالبانو د هغه لیدنو جزییات نه دي په ډاګه کړي. خو د سیاسي چارو روسي شنونکي او ختیځ پوه روسلن سلیمانووف ازادي راډیو ته وویل چې دغه هېواد د بهرنیو استخباراتو مشر کابل ته سفر له په سیمه کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو اړوند د روسیې اندېښنې دي.

ده وړاندې زیاته کړه: «سره له دې چې د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو حضور ردوي، خو د روسیې د حکومت استازي تل ټینګار کوي چې تر اوسه دا تهدید شته او دا وضعیت ډېر خطرناک دی، دا وضعیت نه یوازې سیمه ییزو هېوادونو بلکې روسیې ته هم خطرناکه دی، نو روسیه سل سلنه د کابل حکومت (طالبانو) سره په دې برخه کې د همکاریو پیاوړتیا ته لېواله ده.»

ښاغلی سلیمانووف چې روسیي رسنیو سره خبریال پاتې شوی او ډېری وخت کابل ته هم تګ راتګ کوي، ټینګار کوي چې په داسې حال کې د طالبانو حکومت د افغانستان په خاوره کې د هر ډول ترهګرو ډلو شتون ردوي، په خبره یې یوازې روسیې نه بلکې د سیمې اکثرو هېوادونو ته په دې برخه کې دوی سره همکاري سخته ده.

روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې رسماً په رسمیت پېژندلی دی. سربېره پر دې، د قطر د ملي امنیت د شورا د سلاکار مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي او د ترکیې د ملي استخباراتو مشر ابراهیم قالین هم د روان ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۱۵مه او ۲۶مه په جلا توګه کابل ته ولاړل.

هلته او کندهار کې یې د طالبانو د حکومت د دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو سربېره د ځینو نورو ادارو مشرانو سره لیدنې درلودې. د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې بېلابېلو دولتي رسنیو د کورنیو چارو وزارت ویاند یې عبدالمتین قانع د دغو هېوادونو د یادو چارواکو د سفر اهداف او لیدنو د بحث موضوعات دوه اړخیزې امنیتي همکارۍ او اړیکو پراختیا اعلان کړي وو.

قانع رسنیو ته وویل چې په ایران کې روان حالات او د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلتیاوې هم هغو مهمو مسایلو کې شاملې وې چې د ترکیې او قطر د پلاوو او د طالبانو د چارواکو ترمنځ په ناستو کې پرې خبرې وشوې.

خو په سیمه او نړۍ کې د امنیت او بېلابېلو جنګي ډلو ځینې افغان څارونکي له دې ډلې د سولې او جګړې د مطالعاتو په مرکز کې څېړونکي حکمت الله اعظمي ازادي راډيو ته وویل: «زه ډېره خوشبینه نه یم دا سفرونه به د افغانستان د امنیت یا روان وضعیت لپاره کوم مثبت تاثیر ولري، زما په اند دا تر ډېره سمبولیکه سفرونه وو، چې روسیې او (نورو هېوادونو) کابل سره خپل تشویشونه شریک کړي، نه دا چې د افغانستان په ګټه یې سفرونه تمام شي، خو طالبانو د خپل حاکمیت د ټینګولو لپاره د دې سفرونو په اعلان د تبلیغاتو په توګه کار اخیستی دی.»

زما په اند دا تر ډېره سمبولیکه سفرونه وو.
حکمت الله اعظمي، څېړونکی

هڅه مو وکړه، افغانستان ته د یادو هېوادونو د دغو استخباراتي چارواکو د سفرونو او کتنو اړوند د طالبانو له حکومت نور جزییات ولرو، خو د دوی د ویاند ذبیح مجاهد په ګډون د یادو وزارتونو ویاندویانو د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دا سفرونه په مستقیمه توګه د امنیتي او استخباراتو ادارو لخوا تنظیم او لیدنې یې ترسره شوي دي.

د سیاسي چارو پوه او روسیه کې د افغانستان پخواني دیپلومات غوث جانباز بیا ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم اکثراً د استخباراتي چارواکو سفرونه پټ ترسره کېږي.

خو په خبره یې افغانستان ته د قطر، ترکیې او روسیې د استخباراتي چارواکو سفرونه په دې دلیل ښکاره اعلان شوي چې په خبره یې، طالبانو سره د خپل اړیکې بیا علني کړي او د ایران، عربستان او نورو سیمه ییزو هېوادونو د روانو نښتو په اړه وخت پر وخت د افغانستان له اړخه ځانونه ډاډه او خپلو ګټو ته کار وکړي.

افغانستان ته د روسیې، قطر او ترکیې چارواکو دا سفرونه داسې وخت په پرلپسې توګه ترسره شوي چې د یادو هېوادونو د بېلابېلو استازو او مشرانو په ګډون د بېلابېلو نړیوالو سازمانونو لخوا هم تل د افغانستان له خاورې او منځنۍ اسیا کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د دوام راپورونه او اندېښنې خپرې شوې دي.

خو د طالبانو حکومت وخت پر وخت دا اندېښنې رد او ټینګار یې کړی داعش ډله یې ځپلې، د القاعده په ګډون نور ډلې د دوی په واکمنېدو له دې هېواده «متواري» شوي او هېڅ چا ته د بل هېواد پر ضد د افغانستان له خاورې کارونې ته اجازه نه ورکوي.