دغې ډلې د سپټمبر په ۲۲مه ادعا وکړه چې د ښځو نوې وسلهوالې څانګې یې د تربت ښار ته نږدې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر یوه کاروان برید کړی دی. د ډلې په وینا، دا برید د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز پر لویه لاره د جوسک په سیمه کې شوی او د پاکستان پوځ ته یې مرګژوبله اړولې ده، خو د دې ادعا خپلواک تایید نه دی شوی.
د ښځو دغه وسلهواله څانګه د بلوڅې سیاسي فعالې کریمه بلوچ په نوم نومول شوې ده. کریمه بلوچ د بلوڅ محصلینو د سازمان (BSO-Azad) لومړنۍ ښځینه مشره او د بلوڅانو د حقونو پېژندل شوې فعاله وه چې د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې یې مړی د کاناډا په ټورنټو ښار کې وموندل شو.
که څه هم کریمه بلوچ په سولهییزو سیاسي فعالیتونو کې برخه اخیسته او د کومې وسلهوالې ډلې غړې نه وه، خو بلوچستان لېبرېشن فرنټ خپله نوې وسلهواله څانګه د هغې په نوم نومولې ده.
د دې څانګې جوړېدل ځکه د پام وړ بلل کېږي چې یادې بلوڅ بېلتونپالې ډلې د لومړي ځل لپاره په خپلو تشکیلاتو کې د ښځو لپاره جلا وسلهواله څانګه اعلان کړې ده. خو په بلوچستان کې د ښځو د دې وسلهوالې څانګې د جوړېدو لاملونه څه دي او د دغه ایالت پر امنیتي وضعیت به یې څه اغېز وي؟
د بلوچستان د چارو شنونکی او خبریال رشید بلوچ وايي، له ۲۰۰۶ کال وروسته د بلوڅو د ځینو وسلهوالو ډلو مشري د قومي مشرانو او نوابانو له کورنیو څخه عامو بلوڅو ځوانانو ته ورغلې ده. نوموړی د بلوچستان لېبرېشن فرنټ له خوا د ښځو د وسلهوالې څانګې جوړېدل د خپلو لیکو د پیاوړي کولو او له نورو بلوڅ بېلتونپالو وسلهوالو ډلو سره د سیالۍ یوه هڅه بولي.
هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «له دې څخه دا معلومېږي چې دوی زیات منظم شوي او نور هم ځان منظم کول غواړي، او دا هم ده چې د ښځو ګډون له دې امله هم دی چې د بي اېل اېف او بي اېل اې دواړو دا پلان دی چې ښځې په خپلو تنظیمونو کې شاملې کړي. دا د بلوچستان معروضي حالات او د حکومتي پالیسیو ناکامي د دې سبب شوې چې ښځو په دې تنظیمونو کې ګډون کړی؛ لومړی هم خال خال ښځې پکې وې، خو په تېر یو یو نیم کال کې په دې کې زیاتوالی راغلی دی.»
تر اوسه څرګنده نه ده چې د دغې ښځینه وسلهوالې څانګې د غړو شمېر څومره دی او بلوچستان لېبرېشن فرنټ هم په دې اړه معلومات نه دي خپاره کړي. بلوچستان د مساحت له پلوه د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی چې پراخې طبیعي زېرمې لري او د ګوادر سمندري بندر هم پکې دی. په دغه ایالت کې له څو لسیزو راهیسې بلوڅ بېلتونپالې وسلهوالې ډلې د پاکستان د حکومت پر ضد فعالیت کوي.
په تېرو کلونو کې ځینو ښځو هم د دغو ډلو په بریدونو کې برخه اخیستې ده. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې شاري بلوچ د کراچۍ په پوهنتون کې ځانمرګی برید وکړ چې درې چینايي استادان او د هغوی پاکستانی موټرچلوونکی پکې ووژل شول. د هغه برید مسوولیت بلوڅ بېلتونپالې وسلهوالې ډلې، بلوچستان لېبرېشن ارمي (BLA)، منلی و. خو په بلوچستان کې د ښځو سیاسي مبارزه له وسلهوالو فعالیتونو څخه جلا مخینه لري.
د بلوڅانو د حقونو فعالې ډاکټرې ماهرنګ بلوچ او نورو ښځو له کلونو راهیسې د لادرکه کسانو د موندلو او د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره په سولهییزو اعتراضونو کې برخه اخیستې ده. د بلوڅانو د پیوستون کمېټې، چې ډاکټره ماهرنګ بلوچ یې له مشرانو څخه ده، پر سولهییزې مبارزې ټینګار کړی او له وسلهوالو فعالیتونو یې ځان جلا بللی دی.
د بلوچستان یو شمېر ملتپال سیاسي ګوندونه هم وايي، د بلوڅانو د حقونو لپاره مبارزه باید د سیاسي او قانوني لارو پر مخ یووړل شي. د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل (BNP-Mengal) د مرکزي کمېټې غړی غلام نبي وايي، ګوند یې د تاوتریخوالي مخالف دی، خو د بلوچستان د روانو ستونزو پړه د پاکستان پر حکومتي تګلارو اچوي. هغه ازادۍ راډیو ته وویل: «اسلام اباد او لاهور نه غواړي چې ستونزې له جمهوري او آییني لارې حل شي، نو ځکه خلک هم مجبور شوي چې د تشدد لاره یې خپله کړې ده.»
اسلام اباد او لاهور نه غواړي چې ستونزې له جمهوري او آییني لارې حل شي، نو ځکه خلک هم مجبور شوي چې د تشدد لاره یې خپله کړې ده.غلام نبي، د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مېنګل) د مرکزي کمېټې غړی
بلخوا، د سیاسي چارو څېړونکی او شنونکی رفیعالله کاکړ وايي، په بلوچستان کې د ښځو سیاسي او وسلهوال فعالیتونه نوې خبره نه ده، خو د ښځو لپاره د یوې جلا وسلهوالې څانګې جوړېدل د بلوڅ بېلتونپالو ډلو په فعالیتونو کې یو مهم بدلون دی.
نوموړی په دې باور دی چې وسلهوالې ډلې د ښځو په جذبولو سره غواړي خپل تشکیلات پراخ او د غړو د کمښت ستونزه هواره کړي.
هغه ازادۍ راډیو ته وویل:
«ښځینه د ابادۍ نیمه برخه ده، نو دا به بلوڅو وسلوالو ته دا مرسته ورکولای شي چې هغه نیمه برخه چې په کورونو کې بنده ده او د بلوڅو د لږې ابادۍ له کبله د وسلوالو ډلو د غړیو د کمښت کوم مشکل دی، نو د ښځینه وو ډله به هغه قوت ور پوره کوي او یقیناً دا د پاکستان د دولت لپاره د تشویش او پرېشانۍ خبره ده. نو دا یوازې د تحریک د پیاوړي کېدو خبره نه ده، بلکې د دې مخنیوی هم پر ریاست باندې زیات بوج اچوي او د ښځینه وو د فعالیت په څېر به دوی هم په خپله تګلاره کې بدلون راولي.»
په بلوچستان کې د ښځو د وسلهوال فعالیت په اړه د بحثونو ترڅنګ، ځینې خبریالان او څېړونکي ټینګار کوي چې د بلوڅو ښځو سولهییزه سیاسي مبارزه باید د وسلهوالو ډلو له فعالیتونو سره ګډه نه شي.
خبریالې سحر بلوچ هم په یوه لیکنه کې دې توپیر ته اشاره کړې ده. د هغې په وینا، بلوڅو ښځو له کلونو راهیسې د لادرکه کسانو د موندلو او د بشري او سیاسي حقونو د خوندیتوب لپاره په اعتراضونو کې مهم رول لوبولی، خو ډېری یې له وسلهوالو فعالیتونو ځان جلا ساتي.
له همدې امله، شنونکي وايي، د بلوچستان لېبرېشن فرنټ له خوا د ښځو د وسلهوالې څانګې جوړېدل که څه هم د بلوڅ بېلتونپالو ډلو په فعالیتونو کې یو نوی بدلون دی، خو دا د بلوچستان د ټولو ښځو د دریځ او مبارزې استازیتوب نه کوي.